د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: د حجاب د فرمان په نوم د افغان میرمنو او نجونو د نیولو او ځپلو لړۍ دې بنده شي


د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په تور د افغان میرمنو او نجونو د نیولو وروستي اقداماتو په اړه ویلي چې افغانان د حجاب فرمان په نوم له سپکاوي ډک چلند پر وړاندې د غږ پورته کولو پر مهال له ګواښ سره مخ کېږي.

میرمن امیري د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ نهم (سلواغې ۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په تور په سلګونو ښځې او نجونې نیولې شوې او د سپکاوي ترڅنګ د سختو جریمو سره هم مخ شوي دي.

میرمن امیري ویلي: "کله چې افغانان د سپکاوي ډک اقدماتو په اړه چې د حجاب د فرمان د تطبیق تر پوښښ لاندې ترسره کیږي په فوق العاده ډول خطر پر ځان مني، هغوی پر افغان میرمنو، نجونو او د هغوی په کورنیو باندې د ویجاړونکي اغیزې افشا کوي".

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا د یو شمیر ښځو او نجونو د نیولو وروسته د ځینو ښځو او نجونو د ځان وژنې پیښو ته چې تراوسه لا په خپلواک ډول تائید شوي نه دي هم اشاره کړې او ویلي دي چې د حجاب د فرمان تر پوښښ لاندې د افغان میرمنو او نجونو د نیولو لړۍ باید بنده شي.

میرمن امیري ویلي: "د راپورونو له مخې ځینو یې په بند کې د شپې د تیرولو وروسته د بې عزته کیدو د اندیښنو څخه د بچ کیدو لپاره ځانونه وژلي. باید چې حساب کتاب موجود اوسي او د افغان میرمنو او نجونو د بې رحمه ځپلو او ناوړه ګټې اخیستنې لړۍ پای ته ورسیږي".

میرمن امیري ویلي چې دا ډول کړنې د افغانستان د نفوس د نیمايي وګړو ظرفیت ضایع کوي او له افغانستان څخه پرځان د متکي کیدلو، ثبات او هیلې اخلي.

د طالبانو حکومت د میرمن امیري دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د تیرې جنورۍ د میاشتې په وروستیو کې د خوست په ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د دغه وزارت له خوا د حجاب په تړاو د ښځو د نیولو راپورونه رد کړي وو.

محمد خالد حنفي دې غونډې ته وویل چې د حجاب په تړاو د ښځو نیول حقیقت نلري. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو ساتوونکو د کابل ښار څخه سوالګرې ښځې راټولې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف نهی عن المنکر وزارت سرپرست ددغه وزارت د کارکوونکو له خوا د بدحجابۍ په تور د ښځو او نجونو د نیولو په اړه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" راپور ته هم تند غبرګون ښودلی و.

هغه د جنورۍ ۱۳(مرغومې ۲۳) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د یوناما راپور یو اړخیز بللی و او د ملګرو ملتونو دغې ادارې څخه یې پر حقایقو د ولاړو خبرونو د خپرولو غوښتنه کړې وه.

یوناما د جنورۍ ۱۱ (مرغومي ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي وو دغه دفتر د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې، په کابل او دایکندي ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو اړوند یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د طالبانو له حکومت څخه د بدحجابۍ په تور د افغان میرمنو او نجونو د نیولو د لړۍ د بندیدو ددې غوښتنې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کارپوهانو هم د فبرورۍ دوییم (سلواغې ۱۳) په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د بدحجابۍ په تور په خپلسر د ښځو او نجونو نیولو په بند کې اچولو او ورسره د ناسم چلند په تړاو په خپرو شویو راپورونه ژروره اندیښنه ښودلي وه.

دغې شورا له طالبانو غوښتي چې د بدحجابۍ په تور دې د افغان میرمنو او نجونو په خپلسر نیولو، بندیانولو او ناسم چلند لړۍ بنده کړي او هغوی چې د جنسیت پر بنسټ د دغه پراخه سیستماتیک تبعیضي چلند مسوول دي، ورسره دې حساب وشي.

دغو کارپوهانو ویلي چې د توقیف ځایونو څخه د ښځو او نجونو د خوشې کیدو پرمهال د هغوی د کورنۍ د نارینه غړو د لیکلي ضمانت خط د سپارلو سربیره د سیمې مشرانو هم په راتلوونکي کې د دغو نیول شویو میرمنو او نجونو د بشپړ حجاب د اغوستلو ضمانت برابر کړی دی.

دغو کارپوهانو ویلي، په داسې حال کې چې د څو ساعتونو وروسته یو شمیر ښځې او نجونې بیرته خوشې شوي یو شمیر نورې بیا د ډیرو ورځو او اونیو لپاره په بند کې پاتې شوي او په دې برخه کې د شفافیت او عدالت ته د لاس رسي نشتون له امله دا لا څرګنده نه ده چې څومره ښځې او نجونې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG