د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له خوا د نجونو او فعالانو د نیولو دوام؛ یوناما ددغه بهیر د بندیدو غوښتنه کړې


د طالبانو له خوا په کابل کې د "بدحجابۍ" په تور د نجونو او د نجونو د زده کړو د فعالانو د نیولو د بهیر د چټکیدو وروسته افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" دا بهیر د اندیښنې وړ بللی او ژرترژره یې ددغې لړۍ د بندیدو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ درییم(مرغومې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په خپلسر د نیولو په دوام د ښځو د زده کړو د فعالانو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان او د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د منیژه صدیقي نیول د اندیښنې وړ دي.

یوناما لیکلي دي: "یوناما د خپلسر نیونو د بندیدو غوښتنه کوي. د کورنیو حقوق، مدافع وکیلانو، پاملرنه، عادلانه محاکمه باید رعایت شي".

په عین وخت کې د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت په نوم د افغان میرمنو د حقونو یو خوځښت په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا په کابل کې د ښځو او نجونو په نیولو باندې کلک انتقاد کړی دی.

دغه خوځښت ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې کابل کې په ځانګړي ډول دشت برچي کې وضعیت ډیر خراب شوی دی او طالبان "په ډیر وحشیانه ډول د بدحجابۍ په بهانه" نجونې نیسي او نامعلوم ځای ته یې وړي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "طالبانو په زیات شمیر وسایطو سره دشت برچي اشغال کړی او نجونې د هغو تحفو سره چې د مور د ورځې لپاره یې رانیولې وې په زور او شکنجې سره موټرو ته پورته کوي او نامعلومو ځایونو ته انتقالوي او اندیښمنې کورنۍ چې د خپلو لوڼو د ژغورنې لپاره حوزو ته تللي د حوزو مسوولینو د هغوی په اړه بې خبرې ښودلې ده".

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت د خوځښت د ادعا له مخې طالبانو د بدحجابۍ په بهانه او د ویډیو د ثبتولو پر مهال سلګونه نجونې نیولي او نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړي دي.

ددغه خوځښت یوې غړې میرمن ترنم سعیدي رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې ددغو نجونو او ځوانو میرمنو د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته دی.

میرمن سعیدي ویلي: "متاسفانه د طالبانو تروریستي ډله د ښځو د ځپلو، سخت دریځۍ د ایدلوژۍ له مخې ظلم...هڅه کوي چې هره ورځ د افغانستان د خلکو ژوند تریخ کړي په ځانګړي ډول نجونو او ښځو ته فضا لا تنګه کړي، د خلکو معیشتي وضعیت، امنیتي وضعیت او روحي وضعیت لا کمزوری کړي".

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت ټینګار کړی چې د بشري حقونو څخه ددغه څرګندې سرغړونې پر وړاندې د عدالت د غوښتلو لپاره به مبارزه وکړي. دغه خوځښت د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې ددغه خوایشنوونکي وضعیت د پای ته رسیدلو لپاره په سمدستي ډول جدي اقدام وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي تلویزیون سره په مرکه کې چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د یوناما غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې په خپلسر ډول نیونې نشته او په دې برخه کې ترسره کېدونکي اجراات قانوني او د شریعت مطابق دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان باندې د بیا واکمن کیدو وروسته پر ښځو او نجونو باندې د زده کړو او له کور بهر په کارکولو د محدودیتونو په ګډون په پرله پسې ډول محدودیونه لګولي دي.

طالبانو همداشان د پوهنتونونو په ګډون د نجونو اوښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی او هم یې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په نورو ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو سره سره د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ویلي چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه دایمي نه دي.

خو طالبانو د ښځو د کار په اړه د لګیدلي محدودیت په تړاو چې په راتلوونکی کې به ورته د کار اجازه ورکړل شي او که نه تراوسه څه نه دي ویلي. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ښځو په کار بندیز ددغه هیواد اقتصاد ته د میلیاردونو ډالرو زیان رسولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG