د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد بیا افغانستان او سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی


 ښاغلی خلیلزاد د اکتوبر په میاشت کې هم افغانستان او سیمې هېوادونو ته سفر کړی وو.
ښاغلی خلیلزاد د اکتوبر په میاشت کې هم افغانستان او سیمې هېوادونو ته سفر کړی وو.

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ (لړم ۱۷ مه) افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل دوهم سفر پیل کړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي خلیلزاد د دغه ۱۲ ورځني سفر هدف د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل د بهیر ګړندي کېدل ښودلي دي.

ټاکل شوې، ښاغلی خلیلزاد به د دغه سفر په ترڅ کې، چې د لړم په ۲۹ مه به پای ته ورسېږي، افغانستان ته د سفر سربېره پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د ټاکل کېدو وروسته د اکتوبر په میاشت کې هم افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته سفرونه کړي وو.

ښاغلی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پرمهال
ښاغلی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې پرمهال

دغه امریکايي چارواکي قطر ته د خپل سفر پر مهال په دوحه کې د طالبانو د استازو سره هم خبرې کړې وې.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:"خلیلزاد سیمې ته په خپل وروستي سفر کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتي وو، چې د خبرو لپاره خپل صلاحیت لرونکي استازي معرفي کړي او هغه (خلیلزاد) د دې له امله، چې دواړو غاړو په دې برخه کې اقدامات ترسره کړي هڅول شوی دی".

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې واشنګټن په افغانستان کې یو سیاسي هواري ته، چې " د جګړې پای ته رسېدلو او د امریکا متحده ایالاتو او نورې نړۍ پر وړاندې د تروریستانو د ګواښونو مخه ونیسي ژمن دی.

د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي د اکتوبر په میاشت کې د زلمي خلیلزاد سره د کتنې وروسته ویلي وو، چې ښاغلي خلیلزاد له طالبانو څخه د یو شپږ میاشتنې اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې وه.

خلیلزاد له طالبانو غوښتي وو چې د خبرو لپاره خپل استازې ور معرفي کړي
خلیلزاد له طالبانو غوښتي وو چې د خبرو لپاره خپل استازې ور معرفي کړي

د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په داسې حال کې سیمې ته خپل سفر پیل کړی، چې ټاکل شوې، نن د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو په کوربتوب یوکنفرانس جوړ شي.

د مسکو په کنفرانس کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د طالبانو د استازو سربېره د ۱۲ هېوادونو استازي برخه اخلي.

د رویټرز خبري آژانس ویلي، دې کنفرانس ته د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور هم بلل شوي دي.

XS
SM
MD
LG