د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: د مسکو غونډې هدف بین الافغاني ډیالوګ ته لاره پرانیستل دي


د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د طالبانو استازي برخه لري
د مسکو په غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د طالبانو استازي برخه لري

نن د جمعې په ورځ (لړم ۱۸ مه)د روسیې په پایتخت مسکو کې د دغه هیواد په کوربتوب د افغانستان د سولې په تړاو د افغانستان د سولې د عالي شورا او وسله والو طالبانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو د استازو غونډه د کابل پر وخت شااوخوا دولس بجې پیل شوه، چې د کابل پر وخت شااوخوا درې بجې پای ته ورسېدله.

دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سیرګې لاروف په وینا پرانیستل شوه، ښاغلي لاروف وویل چې د مسکو فرمټ د غونډې هدف دادی، چې د دې غونډې ګډونوال په ګډه د بین الافغاني ډیالوګ او د نړیوالې پخلاینې لپاره لارې چارې ولټوي.

هغه وویل چې افغانان هره ورځ قرباني ورکوي او ټوله نړیواله ټولنه له زړه غواړي، چې افغانستان د ترورېزم او نشه یې توکو څخه پاک وویني او خلک یې په سوله او هوساینی کې ژوند وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل ټویټر کې ددې کنفرانس یوه لنډه ویدیو خپره کړې:

سیرګې لاروف وویل، چې د افغانستان لانجه یوازې په سیاسي لارو، چې د دغه هیواد ټول خلک په کې شامل وي حل کېدلی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د سولې عالي شورا او د وسله والو طالبانو استازو د ګډون له امله مننه وکړه.

ښاغلي لاروف وویل:"په نننۍ غونډه کې د دوی ګډون به د یو داسې چاپېریال د رامنځ ته کېدو په برخه کې مرسته وکړي، چې د افغان حکومت، طالبانو او د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو ډلو د استازو ترمنځ مخامخ تماسونو لپاره زمینه چمتو کړي".

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د وینا پر مهال
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د وینا پر مهال

​​د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، تروریستان غواړي افغانستان د ترورېزم په مرکز بدل کړي.

د مسکو غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ یو څلور کسیز پلاوی برخه اخیستې وه.

له حاجي دین محمد سره د سولې د عالي شورا درې نور مرستیالان مولوي عبدالخبیر اوچقون، مولوي عطاءالرحمن سلیم او ډاکټر حبیبه سرابي هم ملګرتیا کوله.

طالبانو هم دغې غونډې ته د خپل قطر د سیاسي دفتر څخه یو پنځه کسیز پلاوی، چې شیر محمد عباس ستانکزی، مولوي عبدالسلام حنفي،مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي ضیاالرحمان مدني او حاجي محمد سهیل شاهین په کې شامل دي استولي دي.

د غونډې په اړه غبرګونونه

د دغې غونډې په پای کې د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري امریکا غږ اشنا راډیو سره له مسکو څخه په یوه ټیلیفوني اړیکه کې هیله وښوده، چې دا غونډه به د دغې شورا او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل ته لار پرانیځي.

ښاغلي طاهري وویل:"تر ټولو مهم پیغام چې د سولې عالي شورا په خپلو پیغامونو کې وړاندې کړ دا وو، چې هر ګام، چې د افغانستان د سولې د بهیر په ملاتړ پورته کېږي، باید د افغانستان د خلکو د اواز درناوی وشي، د دې لپاره، چې د خلکو غږ یو دی او د افغانستان خلک د سولې د بهیر مالکیت او مشرۍ په غاړه لري او د سولې د بهیر د چټکتیا او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ژر خبرو د پیل لپاره موږ سره مرسته وکړي، ترڅو په ګډه د بین الافغاني خبرو غونډه جوړه کړو".

د اسوشیتید پرېس په دغه تصویر کې په روسیې کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالقیوم کوچي هم د افغان پلاوي ترڅنګ لیدل کېږي.

په روسیې کې د افغانستان پخوانې سفیر عبدالقیوم کوچی هم د سولې شورا د پلوي تر څنگ ښکاري
په روسیې کې د افغانستان پخوانې سفیر عبدالقیوم کوچی هم د سولې شورا د پلوي تر څنگ ښکاري

ښاغلی کوچی څو میاشتې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت له خوا تقاعد ته سوق شو او پر ځای یې عبدالطیف بهاند په مسکو کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه وټاکل شو.

تراوسه په دې غونډه کې د ښاغلي کوچي د ګډون په اړه افغان حکومت څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د مسکو د جمعې د ورځې غونډه د مسکو فرمټ په نوم د تېرې غونډې پر دوام غونډه نه ده بللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د مسکو فرمټ په لومړۍ غونډه کې د افغانستان په ګډون د مستقلو هیوادونو استازو ګډون کړی وو او په نننۍ غونډه کې طالبانو استازو هم برخه لرله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي باید طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

دا وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې د سولې د عالي شورا د استازو ګډون د یو خپلواکې ادارې د استازو په توګه دی او هغوی به طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه وغږېږي.

په مسکو کې دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ (لړم ۱۷ مه) افغانستان او د سیمې هیوادونو ته خپل دوهم سفر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG