د لاس رسي وړ اتصالات

د ډنمارک رسنۍ: امریکا د اروپایي مشرانو په هکله جاسوسي کړې


د امریکا د ملي‌ امنیت د ایجنسۍ مشر پال
د امریکا د ملي‌ امنیت د ایجنسۍ مشر پال

د ډنمارک دولتي‌ رسنۍ «ډي آر» وايي‌ چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي‌ امنیت ایجنسۍ د ډنمارک د بهرنیو استخباراتو له یوې څانګې سره د ملګرتیا څخه په استفادې د اروپايي هېوادونو د ځينو لوړ پوړیو چارواکو په هکله جاسوسي کړې ده.

په دغو کسانو کې د جرمني صدراعظمه انګیلا مرکل هم شامله ده. راپور دا معلومات د ډنمارک د دفاع د استخباراتي څانګې د هغې داخلي څېړنې نتیجه ښيي چې په ۲۰۱۵ کې یې د امریکا د ملي‌ امنیت د ملګرتیا د رول په اړه یې کړې وه.

راپور ویل شوي‌ دي چې دا معلومات د هغو نهو چارواکو له خولې اخیستل شوي‌ چې په دې مسئلې خبر وو. د چارواکو نومونه نه دي خپاره شوي.

راپور وايي‌ چې تحقیقات د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ ترمنځ کلونه رانغاړي چې په کې معلومه شوې د امریکا د ملي امنیت ایجنسۍ په سویډن، ناروې، فرانسې او جرمني کې د یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو په هکله د جاسوسي لپاره د ډنمارک معلوماتي کیبلونه کارولي دي.

په دغو چارواکو کې د جرمني د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فرانک والټر شتاینمایر او د اپوزیسون ګوند مشر پیر شتاینبروک هم شامل وو.

د جرمني د صدراعظمې له ویاند څخه د دغه راپور په هکله پوښتنه وشوه،‌ هغه وویل چې د دغو ادعاو په اړه مخکې خبر نه و او دا اوس خبر شوی دی، خو کوم نظر یې پرې ورنکړ.

د ډنمارک د دفاع وزیرې ترین برامسن هم په رسنیو کې د استخباراتي «ګونګوسو» په اړه له څه ویلو ډډه کړې.

هغې په یوې اعلامیې کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې هم د ډنمارک حکومت ته د نژدیو ایتلافیانو په هکله سیستماتیک جاسوسي کول د منلو نه وو،‌ او اوسني حکومت ته هم د منلو نه دي.

د ډنمارک د دفاع استخباراتي ادارې یو ویاند هم د دغه راپور په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس وايي‌ چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي‌ امنیت ایجنسۍ او ملي استخباراتو ریاست هم په دې اړه څه ونه ویل.

ډنمارک د امریکا د متحدو ایالتونو نژدې ملګری دی. ډنمارک سویډن، ناروې، جرمني،‌ هالنډ او بریتانیا ته تر اوبو لاندې د انټرنټي کیبلونو د انتقال را انتقال ځینې مهم سټېشنونه لري.‌

سرچینو «ډي آر» ته ویلي دي چې د امریکا د ملي امنیت ایجنسۍ د ځنیو مشخصو هدفي وسایلو او د «Xkeyscore» په نامه د تجزیې او تحلیل د یو پرمختللي سافټویر په واسطه د ډنمارک د ګاونډیو هېوادونو د چارواکو تیلیفوني مکالمې او پیغامونه ترلاسه کړي دي.

راپور وايي چې په ډنمارک کې په ۲۰۱۴ کې له هغه ورسته په دې اړه تحقیقات پیل شول چې د امریکا د ملي‌ امنیت د ایجنسۍ یو پخواني کارکوونکي اډوارډ سنوډن ځینې معلومات افشا کړل.

XS
SM
MD
LG