د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هغو راپورونو څخه خبر دی چې له مخې یې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جنګېدونکو وسله والو ډلو په ملاتړ تورن شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د چهارشنبې په ورځ [اکټوبر ۲۸مه] د امریکا غږ د افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي چې واشنګټن دغه "وضعیت له نږدې څاري".
ویاند زیاته کړې: "موږ له دغو راپورونو خبر یو او وضعیت له نږدې څارو."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په ډاګه کړې چې واشنګټن نه طالبان او نه هم نورې ډلې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلي.
ویاند لیکلي: "متحدو ایالتونو طالبان یا کومه بله ډله د افغانستان د حکومت په توګه نه دي پېژندلي."
د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ خرابې شوې دي. پاکستان د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شمول یې د اسلام اباد مخالفانو ته پناه ورکړې.
پاکستان په روان کال کې د کابل سربېره، په ګڼو ولایتونو پر له پسې هوايي بریدونه وکړل او د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د دواړو غاړو ترمنځ ګڼې نښتې رامنځته شوې.
طالبان په پاکستان تور لګوي چې دغه هېواد په افغانستان کې د وسله والو مخالفو ډلو ملاتړ کوي او یا ورته اسانتیاوې برابروي.
طالبانو د سپټمبر میاشتې په ورستیو ورځو کې د نورستان په کامدېش کې نښتو ته په اشارې ادعا کړې چې وسله وال مخالفان یې په پاکستان کې روزل شوي او افغانستان ته اړول شوي وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا ادعاوې "بې بنسټه، بې اساسه او له حقیقته لېرې" بللې او ددغو ډلو په رزولو او سمبالولو کې يې د خپلو امنیتي ځواکونو او استخباراتي مامورینو ښکېلتیا رد کړې ده.
فورم \ دبحث خونه