د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر ټرمپ د ناروغۍ له اعلان وروسته د ونډو بازارونه ولویدل 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د جمعې په ورځ د کرونا په ویروس د ولسمشر دونالډ ټرمپ د اخته کېدو له اعلان وروسته په امریکا کې د ونډو بازارونه ولویدل.

د ونډو د بازارونو له لویدو سره سره د زیان کچه هومره لوړه نه وه چې پانګوالو یې وړاندوینه کړې وه او له دې پلوه یې اندېښنه لرله.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې د کرونا په ویروس اخته شوی دی. سپینه ماڼۍ وايي چې د هغه صحت ښه دی او څو ورځې به په مریلنډ کې «والټر ریډ ملي پوځي روغتیايي مرکز» کې د ولسمشر د دفتر له خونو کار کوي.

د ښاغلي ټرمپ د ناروغۍ د اعلان وروسته د جمعې په ماښام د امریکا د ونډو په بازارونو کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو ونډې ولویدې. د بېلګې په ډول د «اس او پي» شرکت ونډه یوه سلنه، د « ډوې جونز» صنعتي اوسط ۰.۵ سلنه او د «ناسداق» ونډې ۲.۲ سلنه ولوېدې.

خو کله چې وروسته بیا سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د ولسمشر ټرمپ صحت ښه دی او ستونزه یې ډېره جدي نه ده، د ونډې بازارونه بېرته څه ناڅه ښه شول.

د امریکا د ونډو د بازارونو د لویدو یو بل علت د استازو د خونې د مشرې نانسي‌ پلوسي له هغې اعلان و چې وايي د ۲۵ میلیارد ډالرو هغه پلان «ځنډول» شوی چې حکومت د هوايي شرکتونو سره د مرستو لپاره وړاندې کړی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو ډېرو هوايي شرکتونو د کرونا ویروس له کبله مالي زیانونه کړي دي.

د جمعې په ورځ د امریکا د ونډو د بازارونو د لویدو یو بل علت د نویو کاري فرصتونو اعلان هم و.

د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د سپتمبر په میاشت کې یې بیا ۶۶۱۰۰۰ نوي کاري فرصتونه برابر کړي ‌دي. خو دا شمېره تر هغه کمه وه چې اقتصاد پوهانو یې وړاندیز کړی و.

په امریکا کې د کروناویروس د وبا له کبله ډېر خلک بېکاره شوي دي. د نړۍ په نورو برخو کې هم د ونډو بازارونو څه ناڅه لویدلي‌ او کم شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG