د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي 'زیاته مثبته' ده


که څه هم لا تر اوسه امریکا د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې نه ده، خو ولسمشر غني دغه ستراتیژي مثبته ګڼي.
که څه هم لا تر اوسه امریکا د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې نه ده، خو ولسمشر غني دغه ستراتیژي مثبته ګڼي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان او د سیمې د سیاسي ثبات په اړه اساسي بحثونه روان دي، چې پر وینا یې په تیرو شپیتو کلونو کې یې ساری لیدل شوی نه دی.

ولسمشر غني، چې د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، دغه بحثونه وروستي پړاو ته رسیدلي دي.

افغان ولسمشر وویل "د امریکا د ولسمشر له مرستیال ښاغلي پنس سره، چې مې وروستی ټیلفیوني بحث درلود، جهت ډیر مثبت دی، خو خبره په څه کې ده، نړیوال فُرصت شته، موږ باید ځان راټول کړو، که ځان راټول نکړو او بنسټیز حرکت ونکړو او د اصلاحاتو یو عملي پروګرام تطبیق نه کړو، ښکاره خبره ده، چې نړۍ بې‌اعتباره کیږي."

ولسمشر غني په پوځي برخه کې له افغانستان سره د امریکا د نوي حکومت مرستو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان له هوايي ځواک سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۸۶۰ میلون ډالرو مرسته او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د صلاحیتونو تمدیدول د دې ښکارندوي کوي، چې د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژي 'زیاته مثبته' ده.

افغان ولسمشر په داسې وخت کې د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژي مثبته ګڼلې ده، چې ټاکل شوې د امریکا نوی حکومت په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي.

د افغان ځواکونو مرګ‌ژوبله کې کموالی

ولسمشر محمداشرف غني وویل، سره له دې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو کچه زیاته وه، خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بریالیتوب سره خپل مسولیتونه ترسره کړي دي.

د ولسمشر غني پر وینا په دې موده کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې کچه هم راکمه شوې ده.

هغه وویل "نن جګړه شته، خو ښه خبره په دې کې ده، چې ۳۰ فیصده زموږ تلفات کم شوي دي."

که څه هم ښاغلي غني په دې اړه کومه شمیره وړاندې نه کړه، خو زیاته یې کړه، چې یوازې په هلمند ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو کچه د تیرو لسو کلونو په پرتله په بې‌سارې توګه راکمه شوې ده.

خو سیګار په خپل وروستي ریپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

د سیګار د ریپوټ له مخې، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څه د پاسه ۸۰۰ منسوبین د حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

پاکستان سره خبرې

افغان ولسمشر وویل، چې لا تر اوسه له پاکستان سره هیڅ ډول توافق نه دی شوی او زیاته یې کړه، چې له دغه هیواد سره په یو لړ عمده مسایلو باندې بحثونه روان دي.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې لومړی له پاکستان او له هغې وروسته له طالبانو سره سوله غواړي.

ښاغلي غني وویل، په افغانستان کې د لاسوهنې فابریکې باید وتړل شي او زیاته یې کړه "پاکستان سره د دولت او دولت په حیث موږ سوله غواړو، ځکه چې نن سپین او تور بیرغ دی، که پاکستان سره موږ بنیادي سولې ته ونرسیږو، سبا یو بل بیرغ راځي."

ولسمشر غني زیاته کړه، چې افغانستان اوس له اقتصادي فشارونو څخه وتلی دی، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ لا هم د زیاتو اقتصادي همکاریو فُرصتونه شته دي.

ولسمشر غني د پاکستان ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلی وباله او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستان پرته پاکستان مرکزي اسیا ته لار موندلی نه شي.

ایران ته غبرګون

ولسمشر غني د افغانستان د اوبو د مدیرت په اړه د ایران اندیښنو ته په غبرګون وویل، د افغانستان اوبه د دغه هیواد عزت دی او هغه به مدیریت کړي.

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ، چې نه یوازې د افغانستان د لویدیځې برخې د سیندونو اوبه به مدیریت کړي، بلکې د چین له هیواد سره د کنړ د سیند د مهارولو پر سر هم خبرې روانې دي.

ښاغلي غني د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وویل، چې په کابل کې د ایران د سفیر د سپیناوي پر بنسټ د ښاغلي روحاني له خبرو څخه سم تعبیر نه دی شوی او د افغانستان د اوبو مدیریت به د دواړو هیوادونو پر اړیکو هیڅ ډول منفي اغیزې ونکړي.

ولسمشر غني وویل "موږ ژمن یو چې د هلمند معاهده عملي کړو، دا زموږ د اړیکو بنسټ دی."

ښاغلي غني د افغانستان اوبه د دغه هیواد ملي پانګه وبلله، چې پر وینا یې اوسمهال افغانستان د خپلو ټولو اوبو، چې نږدې ۵۰ میلیارد متر مکعبو ته رسیږي، یوازې له ۱۸ میلیارد متر مکعب څخه ګټه اخلي.

د افغانستان ولسمشر وویل، چې د دغه هیواد د اوبو د مدیریت پالیسي، د هیوادونو ترمنځ د تقابل پر ځای د همکاریو زمینه برابروي.

د نوي ائتلاف په اړه غبرګون

ولسمشر غني وویل، د افغانستان سیاسي قشر باید د شخصي صلیقو پر ځای د افغانستان سترو لومړیتوبونو لکه د ولس هوساینه، پوهنې، اقتصادي پراختیا، سولې او امنیت ته پام وکړي.

افغان ولسمشر په ترکیې کې د دریو ګوندونو ترمنځ د نوي ائتلاف غړو ته په خطاب وویل "هرڅوک چې د اصلاحاتو په برخه کې وړاندیز لري دا ګز دا میدان... که خبره د اصلاحاتو ده، څوک د اصلاحاتو ریکارډ لري، ما د خپلې شتمنۍ هر غیران نشر کړی او منبع مې هم ورته ښودلې ده، زما غوښتنه دا ده، هر څوک چې د سیاست میدان ته دننه کیږي، زما په شان (د خپلې ټولې شتمنۍ په اړه معلومات د ملت په واک کې ورکړي)."

په ترکیې کې د دریو ګوندونو ترمنځ د نوي ائتلاف غړو، تور پورې کړی، چې ولسمشر غني واک انحصار کړی او په ارګ کې یوه خاصه ډله د افغانستان ټولې چارې په یوازې سر پرمخ وړي.

خو افغان ولسمشر دا تورونه رد کړل او ویې ویل، چې د افغانستان لویې او مهمې پریکړې، د حکومت له ټولو اړخونو سره په سلامشورو ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG