د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سوریه کې د القاعدې په وسله والو هوایي برید کړی


د امریکا پوځ ویلي چې په برید کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې نښې نښآنې نشته.
د امریکا پوځ ویلي چې په برید کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې نښې نښآنې نشته.

یوه ورځ ورسته تر دې چې امریکا ومنله په افغانستان کې یې د ترهګرو پر ځای ملکیان په هوایي برید کې وژلي، د امریکا پوځ ویلي چې په سوریه کې یې د القاعده شبکې په وسله والو هوایي برید کړی.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ دوشنبه سپټمبر ۲۰ (وږي۲۹) ویلي چې د ادلیب ولایت سره نږدې یې د القاعدې په "ترهګرۍ ډلې" هوایي برید کړی.

د مرکزي قوماندانۍ ویاندې وړې ضابطې حوسې لایني لیني په یوې اعلامیې کې ویلي، "لومړنۍ نښې دا دي چې مونږ هغه کس ویشتی چې هدف مو و. "

ویاندې همدرانګه ویلي داسې هیڅ نښې نشته چې په برید کې به ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان هم دا برید تائید کړی خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

یو شمیر وسله والو په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د امریکا په هوایي برید کې د القاعده شبکې سره د تړلې ډلې، حراس الدین دوه چارواکي وژل شوي.

د سایټ په نامه استخباراتي ډلې هم ویلي چې د جهادي ډلو په لیکنو کې ویل شوي چې په برید کې د ابو حمزه الیمني په نامه نظامي قوماندان او د ابو البرا التونیسي په نامه یو بل چاراکی وژل شویدي.

مبصرین وایي چې دا په روان میلادي کال کې په سوریه کې د القاعده شبکې په وسله والو د امریکا لومړنی هوایي برید دی.

XS
SM
MD
LG