د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې د امریکا په هوایي بمبارۍ کې د القاعده ۱۰۰ غړي وژل شوي‌


برید د امریکا B-52 ډوله الوتکې کړی خو د برید نه وروسته بې پیلوټکې الوتکې هم څوارلس بمونه غورځولې دي.‌
برید د امریکا B-52 ډوله الوتکې کړی خو د برید نه وروسته بې پیلوټکې الوتکې هم څوارلس بمونه غورځولې دي.‌

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه برید د پنجشنبې په ورځ د القاعده د شبکې په یو مرکز شویدی. برید د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس براک اوباما د جمهوري ریاست په وروستۍ ورځ شوی.‌

د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک په اعلامې کې ویلي دي چې په برید کې د القاعده د شبکې د روزنې یو مرکز په نښه شوی و. په اعلامیې کې ویل شوي چې په برید کې د شیخ سلیمان په نامه روزنیز کمپ له منځه تللی او پدې سره " هغه جهادي ډلې چې غواړي په سوریه کې د القاعده د شبکې سره یو ځای شي، زړه تورن کوي.‌"

دغه کمپ د ۲۰۱۳ میلادي کال راپدیخوا په سوریې کې فعالیت کاوه. یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې برید بي -۵۲ ډوله الوتکې کړیدی. د برید نه وروسته بې پیلوټه الوتکې هم په کمپ څوارلس بمونه غورځوللي دي.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه د تیرو دوه کالونو راپدیخوا په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په مرکزونو هوایي بمبارۍ کوي خو دې بمباریو دا ویره هم پیدا کړې چې د داعش تر ماتېدو وروسته ښایي د القاعده د شبکې په شان سخت دریزه ډلې واک ته ورسیږي.

د سوریې د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په لندن کې دی ویلي دي چې پرون د جمعې په ورځ هم د سوریې په شمال لویدیځ کې د جبهت فتح الشام په نامه په جهادي ډلې هوایي برید شوی او د څلویښتو په شاوخوا کې وسله وال پکې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG