د لاس رسي وړ اتصالات

هولډر:که سنوډن خپله قضیه درج کړي معاملې ته اماده یوو


د امریکا لوی څارنوال ایرک هولډر وايي چې هغه به د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پخواني قراردادي، اډوارډ سنوډن په قضیې کې د هغه سره معاملې ته حاضر شي که چیري هغه لومړی په محکمې کې خپله قضیه رسما درج کړي.


ښاغلي هولډر دا خبرې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ویرجنیا په پوهنتون کې د یوې ناستې پرمهال وکړې. هغه داسی وویل ،،د بخښنې مفکوره هغه څه نه وو چې مونږ په پیل کې غور پر کوی خو لکه څنګه چي ما وویل که چیري هغه امریکا ته راسي او خپله قضیه رسما د محکمې سره درج کړي نو مونږ به د هغه د وکیلانو سره مزاکراتو ته آماده شو.،،


سنوډن اوس مهال په روسیې کې دی چیري چې ولسمشر ویلادمیر پوتین ورته د یوه کال دپاره پناه ورکړه. د امریکا متحده ایالات غواړي چې سنوډن بیرته آمریکا ته وسپارل شي ترڅو هغه د کړیو جرایمو په خاطر محاکمې شي.

په خپله سنوډن د پنجشبنې په ورځ په انټرنیټ پاڼه کې ویلي دي چې امریکا ته یې بیرته راستنېدل د هغه دپاره او د امریکا د حکومت دپاره تر ټولو ښه پریکړه ده خو د هغه د پاره بیرته راستنېدل امکان نلري ځکه چي هغه د حکومت رسما مامور نه بلکې یو قراردادي و او د افشا کولوو حفاظتي قوانین پرې د تطبیق وړ نه دي.



د امریکا د عدلیې وزارت پر سنوډن باندي د حکومتي اسنادو د غلا کولو او اسپیناج تورونه لګولي دي. د امریکا لوی څارنوال ایرک هولډر داسي وايي ،،زه دقیقا په دې باور یم چې هغه د خپلو کړنو له لارې د امریکا ملي امنیت ته صدمه وارده کړې ده.،،

سنوډن: امریکا ته بیرته راستنیدل غواړم خو حقوق نلرم

د ملي امنیت پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن د ادعاګانو له مخې په میلیونو محرم اسناد ترلاسه کړي دي چې په کښي راغلي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې، د ترهګرۍ سره د جګړې په چوکاټ کې د امریکا د اتباع او ځینو بهرنیوو مشرانو ټلفوني تماسونه یې څارلي دي.


سنوډن وايي چې هغه په دې باور دی چې د امریکا د ملي امنیت ادارې ددغه هېواد اساسي قانون تر پښو لاندي کړی دی او د امریکا د خلګو هغه حقوق یې د پامه غورځولي دي چې وايي امریکایان حق لري چې په دې پوه شي چې حکومت یې څه کوي.


د امریکا د حکومت یو خپلواک کمیسون چې د مدني آزادیوو او شخصیاتو د څارنې د بورډ په نامه یادېږي په خپل یوه تازه ریپوټ کې ویلي دي چې د خلګو د ټلفوني تماسونو څارل او راټول غیر قانوني کار دی او باید غونډ شوي معلومات ټول وسوځول شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وړاندیز کړی دی چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې د ټلفونونو د څارلو پروګرام به په اوسني حالت پاته نشي او ختم به شي خو دا هم وايي چې راغونډ شوي معلومات دي سر له اوسه د یوې نوې ادارې له خواه چې په حکومت پوري به اړه نه لري وساتل شي چې دا اداره به د مارچ د میاشتې په پای کې ایجاد شي البته د کانګرس سره په مشورې.
XS
SM
MD
LG