د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ځانګړي استازي د سوریې له ولسمشر سره د سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې

 د سوریې او عراق لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ټام بارک او د سوریې ولسمشر احمد الشرع
د سوریې او عراق لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ټام بارک او د سوریې ولسمشر احمد الشرع

د سوریې او عراق لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ټام بارک او د سوریې ولسمشر احمد الشرع په دمشق کې د سوریې او سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ په قصر الشعب (د خلکو په ماڼۍ) کې وشوه چې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني هم په کې و.

د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ویلي چې په دې خبرو کې د ګډو ګټو پر موضوعاتو د همکارۍ او همغږۍ په اړه بحث وشو. دواړو لوریو د امنیت او ثبات ير لا پیاوړتیا ټینګار درلود.

خو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د هغو مشخصو موضوعاتو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي چې په غونډه کې پرې خبرې شوې دي، او نه یې هم د دې لیدنې په پایله کې د کومې مشخصې هوکړې اعلان کړی دی.

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته د واشنګټن او دمشق ترمنځ په اړیکو کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.

له هغه راهیسې متحده ایالتونو د سوریې پر وړاندې د محدودیتونو د کمولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

واشنګټن د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د یوه اجرائیوي فرمان له لارې د سوریې پر وړاندې د امریکايي بندیزونو د لرې کولو پرېکړه وکړه.

امریکا همدارنګه داسې اقدامات کړي چې له مخې یې سوریه د «ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو» له نوملړه وایستل شي او د هیئت تحریر الشام د ترهګر سازمان په توګه نومول شوې درجه‌بندي یې لغوه شي.

دا وروستۍ لیدنه ښيي چې د دواړو لورو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې او خبرې روانې دي، په داسې حال کې چې سوریه هڅه کوي په هیواد کې دننه امنیتي ننګونو ته ورسیږي او هم له نړیوالو شریکانو سره خپلې اړیکې هم ټینګې کړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG