د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د نړۍ مشرانو ته بلنې استولې چې د غزې د سولې په بورډ کې داخل شي


متحدو ایالتونو د غزې د سولې د پلان د دویم پړاو د تطبیق په اړه یو بل اقدام کړی او د نړۍ مشرانو ته یې بلنې استولې چې د سولې په بورډ کې شامل شي.

د ټرمپ حکومت په وروستیو ورځو کې د غزې لپاره د سولې د پلان د دویم پړاو د تطبیق په اړه نوي ګامونه اخیستي او د نړۍ مشرانو ته یې بلنې استولي چې د سولې په بورډ کې شامل شي چې د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ له دوې کلنې جګړې څخه د فلسطیني قلمرو د وتلو چارې وڅاري.

دا جګړه د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې د متحدو ایالتونو په منځګړتوب پای ته ورسېده.

سپینې ماڼۍ د اونۍ په رخصتیو کې د ولسمشر ټرمپ له لوري د نړۍ مشرانو ته د سولې په بورډ کې د ګډون بلنې استولې دي.

په ځینو بلنلیکونو کې نېټه د جمعې ورځ لیکل شوې ده او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي. په هند کې د متحدو ایالتونو سفیر سرګیو ګور د هند صدراعظم نریندرا مودي ته استول شوی بلنلیک خپور کړی او د ارجنټاین ولسمشر هاویر میلیي هم هغه ته استول شوی بلنلیک خپور کړی دی.

د ولسمشر ټرمپ په بلنو کې هغه په خپلو ټکو ویلی دي د سولې د بورډ بنسټګر غړي ملتونه به «په منځني ختيځ کې د سولې د ثبات لپاره په یوې تاریخي او اغیزناکې هڅې» کې او د «په یوې نوې طریقه د نړیوالې شخړې په حل کې » له متحدو ایالتونو سره یو ځای شي.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي چې د بورډ د بنسټګرو غړو سره به په نژدې راتلونکې کې غونډه کوي. هغه همدغه راز لیکلي دي چې د بورډ طرز العمل هم له بلنلیک سره ضمیمه دی او د ترلاسه کوونکي لاسلیک او تائید ته چمتو دی.

سپینې ماڼۍ د طرز العمل د متن په اړه او په دې اړه چې دا بلنې د نړۍ کومو مشرانو ته استول شوي، د امریکا غږ ایمیل ته لا ځواب نه دی ویلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG