سپینې ماڼۍ یوځل بیا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د امریکایي بندیانو پر خوشې کېدو د ټینګار تر څنګ یې د هغوی د نه خوشې کېدو د پایلو په اړه یې ګواښ کړی دی.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په شورا کې د ترهګرۍ ضد رئیس، سبسشین ګروکا، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې طالبان باید برمته نیول بند کړي، او که نه نو پایلې به ولري".
ګروکا زیاته کړې چې متحده ایالتونه به "تر هغې پورې ارام ونه کړي چې ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي کور ته ستانه شوي نه وي".
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تېره میاشت امریکاغږ ته ویلي وو چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه د امریکایي وګړي ډنیس کویل په ګډون، د ټولو امریکایي بندیانو خوشې کولو ته ژمن دی.
۶۴کلن ډنیس کویل چې د کلوراډو ایالت اصلي اوسېدونکی او یو اکاډمیک څېړونکی دی، نږدې دوه لسیزې یې په افغانستان کې په قانوني بڼه په ټولنیزو پروژو کې کار کړی.
طالبانو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷، کویل په کابل کې د هغه له استوګنځي څخه ونیولو او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېر جون میاشت کې وویل چې هغه په ناحقه توقیف شوی دی.
د سپینې ماڼۍ چارواکي ویلي وو چې ولسمشر ټرمپ په تېر یو کال کې له ۹۰ څخه ډېر امریکایان خوشې کړي دي چې د دې چارواکي په وینا، دا د بایډن حکومت د څلورو کلونو له لاسته راوړنو څخه ډېر دي.
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم دور کې تراوسه پورې پنځه امریکایي وګړي په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.
لا دقیق معلومات نه شته چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکايي رسنیو د راپور په اساس، یو بل امریکایی محمود حبیبي هم له طالبانو سره دی، چې لا یې برخلیک څرګند نه دی.
فورم \ دبحث خونه