د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت "باید سمدستي" ټول نیول شوي امریکایان خوشې کړي او د "یرغمل نیونې ډپلوماسي" دې پای ته ورسوي.
د دې وزرات یوه ویاند د امریکاغږ افغانستان څانګې ته په یوه برېښنالیک کې ویلي: "متحدو ایالتونو له طالبانو سره په مستقیم ډول د امریکایانو د توقیف موضوع مطرح کړې ده او دا یې روښانه کړې چې باید ټول (امریکایان) خوشې کړي، مخکې له دې چې د متحدو ایالتونو سره د هر ډول رغنده اړیکو کوم فرصت رامنځ ته شي."
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: "موږ ټولو امریکایانو ته یادونه کوو – په هېڅ دلیل افغانستان ته سفر مه کوئ. طالبان له کلونو راهیسي امریکایان نیولي او د متحدو ایالتونو حکومت د خوندیتوب ضمانت نشي کولی."
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د امریکایي بندیانو نه خوشې کېدل به عواقب ولري.
د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په شورا کې د ترهګرۍ ضد رئیس، سبسشین ګروکا، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و چې "ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې طالبان باید یرغمل نیول بند کړي، که نه [بد] عواقب به ولري".
ګروکا زیاته کړې چې متحده ایالتونه به "تر هغې پورې ارام ونه کړي چې ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي کور ته ستانه شوي نه وي".
څلور شپېته کلن ډنیس کویل چې د کلوراډو ایالت اصلي اوسېدونکی او یو اکاډمیک څېړونکی دی، نږدې دوه لسیزې یې په افغانستان کې په قانوني بڼه په ټولنیزو پروژو کې کار کړی.
طالبانو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷، کویل په کابل کې د هغه له استوګنځي څخه ونیولو او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېر جون میاشت کې وویل چې هغه په ناحقه توقیف شوی دی.
سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ په تېر یو کال کې له ۹۰ څخه ډېر امریکایان خوشې کړي دي چې د سپینې ماڼۍ د چارواکو په وینا، دا د بایډن حکومت د څلورو کلونو له لاسته راوړنو څخه ډېر دي.
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم دور کې تراوسه پورې پنځه امریکایي وګړي په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.
لا دقیق معلومات نه شته چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکايي رسنیو د راپور په اساس، یو بل امریکایی محمود حبیبي هم له طالبانو سره دی، چې لا یې برخلیک څرګند نه دی.
فورم \ دبحث خونه