د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له بند څخه د امریکایي بندیانو د خوشې کولو هڅې

په افغانستان کې د امریکایي بندیانو په تړاو د متحده ایالتونو د چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د طالبان د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وایي چې د دې بندیانو د خوشې کولو په موخه د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او هڅه کیږي چې دواړه خواوې مطلوبې پایلې ته ورسیږي.

ذبیح الله مجاهد، د طالبانو تر ولکې لاندې ملي تلویزیون ته په یو غږیز پيغام کې ویلي چې "په دې اړه موږ له امریکایانو سره په خبرو کې یو او د حل لارې لټول کیږي".

مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په قطر کې مېشت د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو شارژدافېر، ډان براون، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۸) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "طالبان د متحده ایالتونو او نورو هېوادونو سره په مذاکراتو کې له بندیانو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي."

براون زیاته کړې چې "نړیواله ټولنه باید طالبان د دغو کرغیړنو تکتیکونو په تړاو مسؤل وګڼي".

څو ورځې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت "باید سمدستي" ټول نیول شوي امریکایان خوشې کړي او د "یرغمل نیونې ډپلوماسي" دې پای ته ورسوي.

د دې وزرات یو ویاند د امریکا غږ افغانستان څانګې ته په یوه برېښنالیک کې ویلي وو چې"متحدو ایالتونو له طالبانو سره په مستقیم ډول د امریکایانو د توقیف موضوع مطرح کړې ده او دا یې روښانه کړې چې باید ټول (امریکایان) خوشې کړي، مخکې له دې چې د متحدو ایالتونو سره د هر ډول رغنده اړیکو کوم فرصت رامنځ ته شي."

سپینې ماڼۍ هم د تېرې پنجشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري د امریکایي بندیانو نه خوشې کېدل به عواقب ولري.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت په شورا کې د ترهګرۍ ضد رئیس، سبسشین ګروکا، د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو چې "ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې طالبان باید یرغمل نیول بند کړي، که نه [بد] عواقب به ولري".

ګروکا زیاته کړې چې متحده ایالتونه به "تر هغې پورې ارام ونه کړي چې ډنیس کویل او محمود شاه حبیبي کور ته ستانه شوي نه وي".

طالبانو ۶۴کلن ډنیس کویل د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷، کویل په کابل کې د هغه له استوګنځي څخه ونیولو او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېر جون میاشت کې وویل چې هغه په ناحقه توقیف شوی دی.

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم دور کې تراوسه پورې پنځه امریکایي وګړي په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.

لا دقیق معلومات نه شته چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکايي رسنیو د راپور په اساس، یو بل امریکایی محمود حبیبي هم له طالبانو سره دی، چې لا یې برخلیک څرګند نه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG