د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین سره د کلتوري تبادلې ۶ پروګرامونه لغوه کړل


د کلتوري او تعلیمي تبادلو پروګرامونه په امریکا کې په ۱۹۶۱ کال کې پیل شول.
د کلتوري او تعلیمي تبادلو پروګرامونه په امریکا کې په ۱۹۶۱ کال کې پیل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وایي د چین سره د کلتوري تبادلې ۶ پروګرامونه لغوه کړي او دا پروګرامونه یې د "نرم ځواک د ناوړه تبلیغاتو وسیلې" بللې.

د بهرنیو چارو د وزارت په ویب سایټ کې لیکل شوي چې د چین د سفر د پالیسۍ جوړونکو تعلیمي پروګرام، د چین او امریکا د ملګرتیا پروګرام، د چین او امریکا د رهبرۍ د تبادلې پروګرام او د هانګ کانګ تعلیمي او کلتوري پروګرامونه لغوه شویدي.

دغه پروګرامونه د امریکا پخواني جمهور رئیس جان اف کینډي په ۱۹۶۱ کال لاسلیک کړي و او په قانون یې بدل کړي و چې هدف یې د نورو هیوادونو سره د تعلیمي او کلتوري تبادلو ډیریدل و.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د چین او امریکا تر منځ د کلتوري او تعلیمې تبادلې نور پروګرامونه د دواړو هیوادونو په ګټه دي خو دغه پنځه لغوه شوي پروګرامونه چې د شک لاندې دي، ټول لګښت یې د چین حکومت ورکوي او دا د نرم ځواک د ناوړه تبلیغاتو وسیلې دي.

په واشنګټن کې د چین سفارت او د چین حکومت تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې خو د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې پدې تازه وختونو کې خړې پړې شوي.

امریکا د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې د ټکساز په ایالت کې د چین یوه قونسلګري وتړله. د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دا قونسلګري د امریکا د متحده ایالاتو د معنوي ملکیت او خصوصي معلوماتو د خوندیتوب لپاره تړل کیږي.

چین د امریکا ددې اقدام په ځواب کې د هوبي په ولایت کې د متحده ایالاتو قونسلګري وتړله.

امریکا د چین سره دا کلتوري او تعلیمي پروګرامونه پداسې حال کې لغوه کوي چې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر خبرداری ورکړی چې چین د متحدو ایالاتو سره د یوې دوامداره سیالۍ لپاره تیاری نیسي او امریکا هم باید چمتو وي.

امریکایي چارواکو د کلونو راپدیخوا خبرداري ورکړي چې د چین پراخیدونکی نظامي او اقتصادي ځواک امریکا ته مخ په زیاتیدونکی خطر دی

XS
SM
MD
LG