د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د 'شکرانې ورځ' لمانځل کیږي


نن پنجشنبه نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) امریکایان له خپلو کورنیو سره د "شکرانې ورځ"​ لمانځي. خو ځینې خلک چې له خپلو کورنیو څخه لیرې دي، دا ورځ له ملګرو او دوستانو سره لمانځي.

د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې د سمندر د غاړې پلایا دیلرې سیمې د ښځو ټولنې د خپلو زیاتره د پاخه عمر هغو غړو دپاره د شکرانې د ورځې مراسم ترتیب کړي چې له کورنیو څخه لیرې دي.

د ښځو ټولنې غړې شیلا والش ویرګاس چې د شکرانې د ورځې لمانځلو ته راغلې، وویل: "زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ ماشومه وم. مور مې له سلو کالو اوښتې ده. چیرې چې هغه اوسیږي، شرایط مناسب ندي. د کرونا د وبا له امله هم نشم کولای دا ورځ ورسره یو ځای ولمانځم... یوازې وم، ښه شو چې دلته راته ددې خلکو سره د شکرانې ورځې د لمانځلو فرصت برابر شو."

مراسم داسې ترتیب شوي چې ټول ګډون کوونکي له ځانه سره خواړه راوړي ترڅو له نورو سره یې په ګډه وخوري.

د ښځو دا ټولنه چې په ۱۹۳۸ کال کې جوړه شوې، اوس له سلو زیات غړي لري. د کرونا وبا د بندیزونو په میاشتو کې ډیرو خلکو ددې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.

د ښځو ټولنې غړې ډان ایویرارډ ددې مراسمو په اړه وویل: "موخه مو له هغو کسانو سره مرسته ده چې د پاخه عمر او یا د وبا له امله په ټولنه کې د انزوا احساس کوي. کورنۍ ورڅخه لیرې دي او ځانونه یوازې احساسوي. هڅه مو وکړه چې د یوې کورنۍ په شان، ملګري سره یو ځای کړو او په مینه د یوه بل ملاتړ وکړو."

ریچارډ زالډیوار د لاس انجلیس د یادګار څلي د پروژې بنسټګر دی. دا څلی د هغو کسانو په یاد جوړ شوی چې د ایډز په ناروغۍ مړه شوي دي. زالډیوار وايي، د شکرانې ورځ په ځانګړي ډول د همجنسبازانو او نورو هغو کسانو دپاره سخته تیریږي چې له خپلو کورنیو سره اړیکې نلري.

هغه وویل: "موږ له مختلفو والدینو او د ژوند له مختلفو برخو سره تړاو لرو. په مختلفو ژبو خبرې کوو. مګر یو شی چې موږ سره متحد کوي هغه دا دی چې د همجنسبازو او نرښځیو په وړاندې د نفرت ښکار شوي یو او زیاتره وخت د یوازېتوب احساس کوو."

له دوستانو سره د شکرانې ورځې د لمانځلو دپاره خلک د لاس انجلیس د یادګار څلي د پروژې په دفتر کې راټول شوي دي. په دې سیمه کې زیاتره د لاتینې امریکا خلک اوسیږي او د شکرانې د ورځې په مناسبت له یو بل سره د زړه خواله کوي.

هوزې مګانا د ایډز ناروغۍ په وړاندې د مبارزې سلاکار دی. هغه وویل: "ډیری خلک د ټولنې د ضرورتونو لمخې پر خپلو احساسات پښه ږدي. ځینې وختونه دوی پر خپل هغه احساس پښه ږدي چې غواړي د خپل همجنسه کس سره واوسیږي، چې په ټولنه کې ورته په خورا بده سترګه کتل کیږي. همدا لامل دی چې ډیر خلک د ایډز د معاینې او درملو اخیستلو څخه ډډه کوي."

د شکرانې د ورځې په مناسبت دا خلک راټول شوي چې د ټولنیزو فشارونو په وړاندې د یوه بل ملاتړ وکړي او دا ورځ په ګډه ولمانځي.

XS
SM
MD
LG