د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا چک جمهوریت ته ۸ جنګي هلیکوپترۍ ډالۍ کوي 


 AH-1Z بریدګرۍ هلیکوپترۍ
AH-1Z بریدګرۍ هلیکوپترۍ

متحده الاتو د جمعې په ورځ اګسټ ۱‍۹ (زمري ۲۸) وویل چې غواړي د ناټو غړي هیواد چک جمهوریت ته اته جنګي هلیکوپتر ډالۍ کړي چې په مختلفو ماموریتونو کې کارول کیدای شي.

د چک جمهوریت پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د ۲۴مې یرغل راهیسې هغه هیواد ته د پوځي وسایلو عمده اعانه ورکونکی دی.

په پراګ کې د امریکا سفارت ویلي چې شپږ جنګي AH-1Z او د مختلفو اهدافو لپاره استعمالیدونکې دوه UH-1Y هلیکوپترۍ به چک جمهوریت ته د اضافي دفاعي شرایطو د پروګرام په اساس ورکړای شي.

دغه سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « یواځې ددغو وسایلو د نوي کولو او ترانسپورت لګښت به د چک جمهوریت په غاړه وي.»

پراګ په ۲۰۱۹ کې اعلان وکړ چې غواړي د متحده ایالاتو په تکزاس ایالت کې د میشتې بیل کمپنۍ څخه اته UH-1Y او څلور AH-1Z هلیکوپترې واخلي چې د روسي Mi-35/24s هلیکوپترو ځای به ونیسي.

تمه ده چې دغه ټولې ۲۰ هلیکوپترې به په راتلونکي کال کې چک جمهوریت ته وسپارل شي.

روسي هلیکوپترې تر ۱۹۸۹ کال پورې په پخوانۍ چکوسلواکیا کې د پخواني شوروي اتحاد د څلور لسیزو کمونیستي مطلقه دیکتاتورۍ میراث دي.

د چک جمهوریت په ۱۹۹۳ کې د سلواکیا څخه جلا شو او په ۱۹۹۹ کې د ناټو له تړون سره یوځای شو.

دې هیواد د هماغه وخت راهیسې د پخواني شوروي اتحاد د زمانې د پوځي وسایلو د نوي کولو هڅه کړې چې د ناټو د معیارونو سره ځان برابر کړي.

دا خبر د فرانس پرس اژانس د رپوټ په اساس برابر شوی

XS
SM
MD
LG