د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنې له اوکراین سره د یو میلیارد یورو مرسته تصویب کړه 


د اوکراین ولسمشر د اروپايي ټولنې له مشرانو سره
د اوکراین ولسمشر د اروپايي ټولنې له مشرانو سره

د اروپايي‌ ټولنې د مالیې وزیرانو له اوکراین سره د یو میلیارد یورو مرسته تصویب کړه. اروپايي ټولنې د مۍ په میاشت کې د اوکراین د نجات لپاره د نهه میلیارد یورو مرستو ژمنې وکړې او دا یې لومړۍ برخه او لومړی قسط و.

د چک جمهوریت د مالیې وزیر زبینګ استانجورا، چې دا مهال د اروپایي ټولنې دوره يي ولسمشر دی، د دغو مرستو په اړه وویل: « دا به اوکراین ته ضروري پېسې په لاس ورکړي چې خپل عاجل ضرورتونه حل کړي او د حیاتي زیربناو د عملیاتو په برخه کې به ډاډه شي.»

د اروپايي ټولنې دپلوماتان وايي لا هم یو شمېر غړي هېوادونه اوکراین ته د نهو میلیاردو یورو د ورکولو په اړه بحث کوي‌ او وايي یو هېواد چې عملآ په جګړه کې دی، په داسې یو وضعیت کې کېدای شي چې اوږد مهال پورونه ترلاسه او لاسلیک کړي.

خو یو دپلومات وویل چې له کیف سره مرستې ښې روانې دي‌ او «هیله مې وه چې کاش دا مرستې زیاتې واې». دا تازه مرستې تېره ورځ جون ۱۱ (چنګاښ ۲۰) تصویب شوې او په دې سره اوکراین ته د اروپايي ټولنې د مالي مرستو اندازه ۲.۲ میلیارد یورو ته ورسېږي.

اوکراین وايي چې د بودجې کسر یې د میاشتې پنځه میلیارد یورو ته رسېږي او د حکومت چلول او عامه خدمتونه یې په بهرنیو مرستو تکیه دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت وايي‌ چې له کیف سره یې د مرستو لپاره عاجل اقدام کړی او د ایتلاف، جي۷ او نورو ژمنې ۲۹.۶ میلیارد ډالر دي.

د فرانسې د خبري‌ اژانس د راپور په اساس متحدو ایالتونو تېره میاشت ۱.۳ میلیارد ډالر اوکراین ته انتقال کړل. امریکا د مۍ په میاشت کې له اوکراین سره د ۷.۵ میلیارد ډالرو د مرستو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG