د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د سعودي ١٠ پوځي محصلین وباسي


د امریکا متحده ایالات په پام کې لري چې د سعودي عربستان د پوځي زده کړو شاوخوا لس محصلین د سخت دریځۍ سره د اړیکو او د ماشومانو د لوڅو ویدیوگانو د لیدلو په تور له امریکا نه وباسي.

د امریکایي مقاماتو له خوا دغه تازه اقدام وروسته له هغې کیږي چې دوی د سعودي منصبدار محمد الشمراني په اړه چې په امریکا کې په پوځي زده کړو بوخت و، پلټنې وکړې.

محمد الشمراني چې پوځي محصل و او د امریکا په یوه پوځي اډه کې په زده کړو بوخت و، د ٢٠١٩ کال په دسمبر میاشت کې یې د فلوریدا ایالت په یوه درسي خونه کې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې درې تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول. دغه سعودي زده کوونکی بیا د پولیسو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

د سعودي عربستان زیات شمیر محصلین چې ټاکل شوې د امریکا نه وایستل شي د الشمراني سره ارتباط درلود، خو د سي ان ان تلویزیون رپوټ ورکوي چې ددغو محصلینو له ډلې یو شمیر یې د سخت دریځو ډلو سره اړیکې لري او په عین وخت کې یې د ماشومانو بربنډ عکسونه او ویدیوگانې هم درلودلې او لیدلې.

پدې ترڅ کې د واشنگټن پوست ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د امریکا د پلټنو د فدرالي ادارې اف بي آی موندنې ښیي چې زیات شمیر محصلینو په فلوریدا کې له ډزو دمخه د الشمراني د چلند په اړه اندیښنه نه درلوده او د هغه په اړه یې رپوټ ندی ورکړی.

اوسمهال په امریکا کې د نړۍ له گوټ گوټ نه شاوخوا ٥٠٠٠ محصلین پوځي زده کړې کوي چې پدې ډله کې ٨٥٠ یې د سعودي عربستان دي.

XS
SM
MD
LG