د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان د موټر ځغلولو په سیالیو کې د لومړنۍ ښځې گډون


ټاکل شوې په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د موټر ځغلولو په سیالیو کې گډون وکړي.

په سعودي عربستان کې د موټر ځغلولو د سیاليو ګډونوال په بشپړه توگه نارینه وي، خو اوس ٢٧ کلنه ریما جوفالي، دغه دستور ماتوي او له نارینه و سره سیالي کوي.

خو چارواکي وایي چې هغه به د "ځانگړې میلمنې" په توگه په دغو سیالیو کې گډون وکړي او ښایي نه چې د "لوبو جایزه" ترلاسه کړي.

خو بیا هم دغه بدلون د یو هیواد لپاره چې تر تیر کال پورې په کې ښځو د موټر چلولو اجازه نه درلوده یو لوی پرمختگ گڼل کیږي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د تیر کال د جون په میاشت کې پر ښځو باندې د موټر چلولو بندیز لرې کړ او ریما جوفالي د لومړنیو ښځو څخه وه چې په سعودي عربستان کې یې موټر چلول پیل کړل.

میرمن جوفالي چې په امریکا کې یې زده کړې کړي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "کله چې تیر کال د "ښځو په موټر چلولو" بندیز لرې شو، ما تصور هم نشو کولای چې په مسلکي توگه به د موټر ځغلولو په سیالیو کې گډون وکړم".

جوفالي په خپل ټویټر کې لیکلي "ما سره د خپلې خوښۍ بیانولو لپاره الفاظ نشته. سږکال په ګڼو برخو کې لومړۍ شوم. زه ډیره بختوره یم چې دومره بریاوې مې په نصیب شوې. له هغو ټولو مننه کوم چې زما په بریا کې یې برخه درلوده."

د سعودي عربستان د سپورت د برخې رئیس پدغو لوبو کې د میرمن جوفالي گډون د "عطف ټکی" وگاڼه او وویل: "په زرگونو کسان به ریما ته د یوې مسلکي موټر ځغلونکې په توگه هرکلی ووایي".

میرمن ریما دمخه په بریتانیا کې د موټر چلولو په یوه سیالۍ کې هم گډون کړی و. خو بیا هم هغه پدې برخه کې یواځې یو کلنه تجربه لري.

هغه د سعودي عربستان د گوتو په شمار ښځو څخه ده چې "د سیالیو لپاره یې د موټر چلولو اجازه" اخیستې ده.

سعودي عربستان پدې وروستیو کلونو کې په پرله پسې توگه هڅه کوي پر ښځو باندې لگیدلي ټولنیز محدودیتونه لرې کړي.

XS
SM
MD
LG