د اسرائیل دفاعي ځواکونه وايي، د لبنان په جنوب کې د حزب الله ترهګرې ډلې د قوي مرکز بنت جبیل محاصره یې پېچلې کړې او د دوشنبې په ورځ یې د دغه ښار د نیولو لپاره ځمکني عملیات پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د متحدو ایالتونو په کوربتوب اسرائیل او لبنان په واشنګټن کې مخامخ خبرې کوي.
د خبرو سره سره داسې ښکاري چې دواوه خواوې په عمده مسائیلو کې له یو بل څخه ډېر جلا دي. د لبنان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ له څه باندې یوې میاشتې جګړې وروسته، به بېروت د دغو خبرو څخه په ګټې اخیستو په اوربند باندې ټېنګار وکړي.
اسرائیل وایي په خبرو کې به په اوربند بحث نه کوي.
حزب الله بیا له اسرائیل سره د لبنان د مذاکراتو مخالفت کړی دی.
د سي بي اس خبري شبکې د یکشنبې په ورځ په یوې خپرونې کې د اسرائیل له سفیر مایکل لیټر څخه وپوښتل چې ایا اسرائیل تر خبرو مخکې د هوايي بریدونو د بندولو سره موافقه کړې ده، خو هغه د پوځي عملیاتو په اړه له خبرو ډډه وکړه.
لیټر ووویل: «د جمعې په ورځ مو یوه مقدماتي تیلیفوني مکالمه لرله چې په کې د لبنان سفیر، په بیروت کې د متحدو ایالتونو سفیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مقام مایک نیدهام، چې منځکړتوب کاوه، وو. دا یوه ښه مکالمه وه. موږ ټولو موافق وو که له حزب الله څخه پرته اسرائیل او لبنان مخامخ خبرې کړې وای، موږ به په دوو یا دریو میاشتو کې د سولې یو بشپړ تړون درلودای.».
د لبنان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د مارچ له دویمې نېټې څخه راپدیخوا، د اسرائیل او حزب الله ترمنځ په شخړې کې څه باندې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او څه باندې یو میلیون نور بې ځایه شوي دي. دغه وزارت د ولسي خلکو او جنګیالیو د تلفاتو ترمنځ توپیر نه کوي.
د لبنان مقامات وايي چې یوازې د یکشنبې په ورځ په هوايي بریدونو کې تقریبآ ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. حزب الله، چې د متحدو ایالتونو له لوري د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوې، په اسرائیل باندې بریدونه کوي، په داسې حال کې چې د لبنان حکومت د مارچ په دویمه نېټه د دغې ډلې فعالیتونه غیرقانوني اعلان کړل.
د اسرائیل د دفاع ځواکونه وايي چې د ځمکنیو عملیاتو له پيل راهېسې یې ۱۲ سرتېري او دوه ولسي اسرائیلیان وژل شوي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډې کې وویل چې «جګړه روانه ده او درېدلې نه ده، نه پرون او نه هم نن، په بنت جبیل باندې متمرکزه ده».
د اسرائیل د پوځ یو ویاند ویلي دي چې په تېرې اونۍ کې یې د بنت جبیل محاصره سخته کړې ده. د اسرائیل پوځ وايي چې په مخامخ جګړې کې یې د حزب الله څه باندې ۱۰۰ جنګیالي وژلي، په هوايي بریدونو کې یې لسګونه تاسیسات ویجاړ کړي او د وسلو سلګونه سیمې یې کشف کړي دي.
د اسرائیل پوځ یو ویاند ویلي دي چې د بنت جبیل بشپړ کنترول به په څو ورځو کې ترلاسه شي او په خبره یې «یو څو د ګوتو په شمېر ترهګر په سیمه کې پاتې» دي.
د لبنان امنیتي سرچېنې وايي چې په ښار کې د حزب الله غړي تر وروستۍ سلګۍ پورې جګړې ته چمتو شوي او وايي چې دا د حزب الله یو اغیزناک ستراتیژيک مرکز دی.
فورم \ دبحث خونه