د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سنا په روسیې نوې بندیزونه تصویب کړل


APTOPIX Russia US
APTOPIX Russia US

د امریکا په سنا کې په روسیې د بندیزونو لگولو لپاره په قانون کې تعدیل منظور کړل شو چې د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې روسیې ته د مداخلې په وجې سزا ورکړي

سپنه مانۍ په روسیې باندې د مخکې نه په لگیدلې بندیزونو کې بدلون، سختي او یا نرمې د کانگرس د اجازې نه وروسته راوستې شي.

د امریکا دواړو سیاسي گوندونو په قانون کې د تعدیل په سر موافقه وکړه. دا فیصله په داسې وخت کې کیږي چې امریکا په ایران باندې هم د بندیزونو په لگولو غو‏ر کوي.

داسې ښکارې چې د سنا د منظورۍ نه وروسته به ولسمشر ټرمپ دغه قانون لاسلیک کړي.

امریکا به د روسیې د انرژۍ په پروژو دغه بندیزونه ولگوي. امریکا به په روسیې کې په هغو کسانو هم بندیزونه ولگوي چې د بشري حقوقو نه سرغړونې کوي او د سوریې حکومت ته وسلې ورکوي.

په دی برسیره به په هغو کمپنیو او کسانو هم بندیزونه ولگول شي چې په انټرنیټ مشکوک فعالیتونه کوي او د روسیې د استخباراتو او دفاع سره روابط لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په نوي بندیزونو باندې نیوکې کړیدي، هغه وویل "دا نوې بندیزونه به بیځایه وي او پوتن پوهیږي چې دا بی معنی دي."

هغه وویل چې دا د بندیزونو لپاره مناسب وخت نه دی

XS
SM
MD
LG