د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خاشقجي د وژل کېدو استخباراتي راپور خپروي


جمال خاشقچي په ۲۰۱۸ کې په ترکیې کې د سعودي د سفارت په ودانۍ کې ووژل شو
جمال خاشقچي په ۲۰۱۸ کې په ترکیې کې د سعودي د سفارت په ودانۍ کې ووژل شو

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالتونه د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو غیر محرم استخباراتي راپور نن فبروري ۲۶ (کب۸) خپور کړي.

راپور د سعودي عربستان ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د خاشقجي په وژلو تورنوي.

خاشقچي د ۲۰۱۸ د اکتوبر په دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په سفارت کې ووژل شو.

هغه سفارت ته بلل شوی چې بیا ژوندی راونه وت. راپورونه وايي چې د شهزاده محمد بن سلمان کسانو هغه وژلی دی.

د سعودي‌ حکومت وروسته دا خبره ومنله چې جمال خاشقجي په غیر اصولي‌ عملیاتو کې په تېروتنې سره وژل شوی دی،‌ خو د هغه په وژلو کې یې د شهزاد سلمان لاس لرل رد کړل.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په تیلفون کې خبرې کړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې دواړو خواو په سیمه کې د امنیت او د ایران پلوو ډلو د ګواښونو په وړاندې له خپلې خاورې څخه د دفاع په برخه کې له سعودي‌ سره د امریکا په همکارۍ خبرې کړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې یو شمېر امریکايي-سعودي فعالان خوشې شوي‌ دي خو د خاشقجي په اړه څه ویل شوي نه دي.

د امریکا د کانګرس غړو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه غوښتي‌ وو چې د خاشقچي د وژلو په اړه غیر محرم اسناد خپاره کړي، خو هغه دا غوښتنه رد کړې وه.

XS
SM
MD
LG