د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: د خاشقجي مسله امریکا ته مهمه ده


د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چهار شنبې په ورځ ( اکټوبر ۱۷ ) د عرب خبریال جمال خاشقجي د لادرکه کیدو په اړه د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره وکتل.

د ترکیې جمهور رئیس له مایک پمپیو سره په لیدنه کې د لادرکه شوي خبریال د برخلیک د مالومیدو په اړه په تحقیقاتو کې له استانبول سره د ریاض د همکاریو خبر ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ترکیې څخه د تللو پرمهال خبریالانو ته وویل هیواد یې د جمال خاشقجي مسله جدي نیسي.

ټاکل شوېده ترکي پولیس نن په استانبول کې د جمال خاشقجي د قضیې په تړاو د سعودي عربستان د قونسل استوګنځای وپلټي. ترکي پولیسو غوښتل پرون د قونسل کور وپلټي خو هغوی ته سعودی عربستان له خوا د پلټنو اجاز ورنکړل شوه. په استانبول کې د سعودی قونسل پرون له ترکیې ووت.

پمپیو د جمال خاشقجي د لادرکه کیدو په اړه ترکیې ته له سفر مخکې د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان، شهزاده محمد بن سلمان او د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل. پمپیو وویل د سعودي چارواکو په دې په اړه د شفافو تحقیقاتو ژمنه کړیده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یوه خبریال په ځواب کې چې آیا خاشقجي ژوندی دی که مړ وویل" نغواړم په دې اړه څه ووایم. هغوی هم ونه غوښتل څه ووايي. سعودي چارواکو په دې اړه د خپلو تحقیقاتو د بشپړیدو غوښتنه کوله. فکر کوم دا معقوله خبره ده چې هغوی ته د تحقیقاتو وخت ورکړل شي او وروسته به قضاوت وکړو. موږ ټول به د هغوی د کارونو ارزونه وکړو."

وال ستریټ ژورنال سه شنبې ناوخته خبر ورکړ چې د سعودي د قونسلګرۍ کارکوونکو خاشقجي وهلی، وژلی او بیا یې ټوټه ټوټه کړی دی. ورځپاڼه وايي ترکي چارواکو په دې اړه د غږیز فایل په ګډون نور معلومات له امریکايی او سعودي چارواکو سره شریک کړي دي.

نیویارک ټایمز او واشنګټن پست د ترکي چارواکو په حواله ویلي هغه ۱۵ شکمن کسان چې ممکن د جمال خاشقچي د وژلو لپاره استانبول ته راغلي د سعودي عربستان له امنیتي ځواکونو او شهزاده محمد بن سلمان ته نږدې کسان دي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس د سه شنبې په ورځ د عرب خبریال جمال خاشقجي د لادرکه کیدو قضيې د روښانه کیدو غږ وکړو. نوموړي وویل نړۍ غواړي پوه شي آیا خاشقجي وژل شوی او د چا په امر دا کار شوی" د ژوند د له لاسه تللو خبره د غم نه ډکه خبره ده، هر ډول تاوتریخوالی باید وغندل شي. خو دا پر آزادو رسنیو برید دی. موږ ځواب غواړو."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د عرب – امریکايي خبریال جمال خاشقجي د قضیې تر روښانه کیدو پورې ریاض ته خپل سفر ځنډولی دی.نوموړي دا مسله ډیره د اندیښنې وړ بللې او په دې اړه یې د ګړندیو او جامع څیړنو غوښتنه کړېده.

خاشقجي د اکتوبر په دویمه نیټه په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګري ته له داخلیدو ورورسته بیرته راونه وت. ددغه عرب خبریال لادرکه کیدو او یا هم احتمالي وژل کیدو د امریکا د کنګرس غړي قهرجن کړي دي.

XS
SM
MD
LG