د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عربي متحدو اماراتو پرمختللې ډرون الوتکې پلوري


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګریس ته خبر ورکړی چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ادراه پلان لري په عربي متحدو اماراتو د ۲.۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت په وسلو سمبالې پرمختللې ډرون الوتکې وپلوري.

د بهرنیو چارو وزارت همدرانګه د دې معاملې نه وړاندې په عربي متحدو اماراتو د ایف – ۱۶ جنګي جیټ الوتکو د احتمالي پلور په هکله هم خبر ورکړی و.

د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ حکومت د ۳۴ هیوادونو تر منځ د سړې جګړې د وخت د وسلو موافقه اصلاح کړې او اوس د امریکا د دفاعي چارو قراردادیان کولی شي د امریکا د متحده ایالاتو په ملګرو هیوادونو بې پیلوټه یا ډرون الوتکې وپلوري.

د امریکا حکومتتر دې وړاندې د لومړي ځل لپاره په تایوان د ۶ سوه ملیونو ډالرو په ارزښت د سي ګارډین په نامه د څلورو ډرون الوتکو چې په وسلو سمبالې نه وې خو پرې نصب کیدی شي، د پلور په هکله کانګریس ته د همدې تیرې سه شنبې په ورځ خبر ورکړ.

د امریکا د سنا او استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې غړي به اوس په عربي متحده اماراتو د ډرون الوتکو د پلور موضوعات څیړي او د رد کولو حق لري. د دغو کمیټو غړیو پخوا هم په یمن کې د عربي متحده اماراتو په نقش انتقادونه کړي و.

عربي متحده امارات په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د حوثي شعیه یاغیانو په خلاف په جګړې کې برخه لري.

د MQ-9B په نامه بې پیلوټه یا ډرون الوتکې چې امریکا په پلان لري په عربي متحده اماراتو یې وپلوري، بحري رادار هم پکې نصب دی او ممکن چې په ۲۰۲۴ کال کې هغه هیواد ته وسپارل شي.

یوې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې کانګریس ته د پنځلسو ډرون الوتکو د پلور په هکله خبر ورکړل شوی او احتمال شته چې درې نورې الوتکې هم پدې معاملې کې ور اضافه کړل شي.

عربي متحده امارات په منځني ختیځ کې د امریکا نږدې ملګری دی او د اسرائیل سره د سیاسي اړیکو د عادي کیدو پر وخت ورسره امریکا ژمنه کړې وه چې د ایف – ۳۵ کشفي الوتکو د پلور لپاره به هم موقع ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG