د لاس رسي وړ اتصالات

سولیوان: امریکا اوکراین ته د هوایي دفاع توغندي استوي


د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار وایي واشنګټن په پام کې لري چې اوکراین ته د الوتکو ضد پرمختللي میزایل ورکړي چې د روسیې د یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان د دوشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ شپږمه) په جرمني کې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو یا جي۷ غونډې په څنډه کې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په کې ګډون کړی، وویل، «زه تائیدولای شم چې په حقیقت کې مونږ د یو پلان د نهایي کولو په بهیر کې یو چې د پرمختللي هوایي دفاع سیستم په کې شامل دی.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل چې ښاغلي بایډن د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ته چې د ویدیو له لارې د چي۷ غونډې سره وصل و، ویلي چې واشنګټن اوکراین ته د «لرې واټن او منځني واټن ویشتونکو» د هوایي دفاع د سیستمونو انتقالولو ته تیار دی.

تر اوسه څرګنده نده چې متحده ایالات اوکراین ته د هوایي دفاع کوم سیستمونه برابروي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل اوکراین سره د متحده ایالاتو اضافي مرستې د "د بیړنۍ اړتیا" په پام کې نیولو سره تر سره شوي او په وینا یې د توپخانې مهمات او د رادار سیستمونه چې د دښمن د توپخانې د توغولو مرکزونه مشخص کوي کیدای شي هم په دغو نویو مرستو کې شامل وي.

د ښاغلي سولیوان په وینا د اوکراین ولسمشر د جې۷ غونډې ته په وینا کې د کیف ښار د استوګنې په ودانۍ باندې د روسیې راکټي بریدونو ته په اشارې د "اضافي دفاعي وړتیاو" غوښتنه وکړه چې "میزایل په هوا کې له منځه یوسي."

د فرانسې خبري اژانس د یوې امریکایي منبع له قوله چې نوم یې ندی ذکر کړی رپوټ ورکړی چې ولسمشر بایډن "اوکراین ته د هوایي دفاع د پرمختللو سیستمونو برابرول لومړیتوب ګرځولی دی."

تمه کیږي چې اوکراین ته د "NASAMS" په نامه د ځمکې څخه هوا ته د لرې واټن ویشتونکو میزایلو د سیستم برابرول په روانه اونۍ کې اعلان شي. د هوایي دفاع دغه سیستم د ناروی د کانګسبرګ د شرکت په ملګرتیا امریکایي ریتیون شرکت کې جوړیږي.

پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د میاشتې د ۲۴ یرغل د پیل راهیسې د اوکراین ولسمشر تل د غښتلو او پرمختللو دفاعي سیستمونو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د هوایي بریدونو په زیاتیدو سره اوس متحده ایالات او نور غربي متحدین یې د اوکراین پوځیانو ته د ځمکې څخه هوا ته د راکټي سیستمونو برابرولو ته پاملرنه کړې ده.

اوکراین اوسمهال د اس-۳۰۰ راکټي دفاع د سیستم په ګډون څو دفاعي سیستمونه لري.

پدې ترڅ کې جرمني هم ژمنه کړې ده چې د آیریس-ټي دفاعي سیستم اوکراین ته برابروي، چې دجرمني مقاماتو په وینا دغه سیستم کولای شي د هایي بریدونو پر وړاندې د یو لوی ښار دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG