د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ قدرتونو د روسیې څخه د سرو زرو په وارداتو بندیز ولګوه 


د ج۷ هېوادونو د مشرانو غونډه
د ج۷ هېوادونو د مشرانو غونډه

د نړۍ د بډایه هېوادونو [جي۷] مشرانو غونډه د یکشنبې په ورځ جون ۲۶ «چنګاښ پنځمه» د روسیې څخه د سرو زرو د وارداتو د بندولو په توافق سره پيل شوه.

دا د مسکو د مالي سرچېنو د بندولو په لړ کې د لویدیځ یو بل لوی اقدام دی.

په مسکو باندې د فشار د لا زیاتولو لپاره جي-۷ اعلان وکړ چې نور د روسیې څخه د سرو زرو په وارداتو بندیز لګوي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي چې سره زر د روسیې دویم لوی صادرات او د ولسمشر پوتین او د هغه ملګرو د مالي‌ عوایدو اغیزناکه سرچېنه ده.

د فرانسې خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د مقاماتو په حواله لیکلي‌ دي چې په ۲۰۲۰ کې په نړۍ کې د ټولو صادرو شویو سرو زرو پنځه سلنه یې د روسیې څخه وه. سپینه ماڼۍ وايي چې د روسیې د دغو صادراتو ۹۰ سلنه یې د جي-۷ هېوادونو ته تللې، په خاص ډول بریتانیا ته.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو مشران په جرمني کې راټول شوي دي چې د روسیې په مقابل کې له اوکراین سره په نورو ممکنه مرستو خبرې وکړي.

روسیې د روان کال د فبروۍ په میاشت کې په اوکراین یرغل پیل کړ او له هماغې راهېسې امریکا او لویدیځ ایتلافیان یې له اوکراین سره پوځي او بشري‌ مرستې کوي چې دا جګړه وګټي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن له خپلو ایتلافیانو څخه وغوښتل چې له اوکراین سره مرستې ونه سپموي. هغه وویل: «اوکراین [دا جګړه] ګټلای شي او وبه یې ګټي، خو د دغه کار لپاره زموږ ملاتړ ته ضرورت لري.» هغه ټېنګار وکړ چې له اوکراین سره مرستې باید ونه درول شي او وویل چې بریتانیا د کال تر پای پورې نړیوال بانک ته د پور ورکولو لپاره د نورو ۵۲۵ ملیون ډالرو تضمین اعلان کړ.

مشران به په دغې غونډې کې همدغه راز د اوکراین د جګړې له کبله د خوراکي‌ موادو او انرژدۍ د کموالي او نورو اړوندو مسائیلو په اړه هم خبرې کوي. دا پنځمه میاشت ده چې روسیې په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG