د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي افغان امنیتي ځواکونه په بل هیواد کې وروزي

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پلان لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د افغانستان پر ځای په بل یوهیواد کې وروزي چې د افغانستان د دفاع وزارت یې هم هرکلی کړی.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي تیره ورځ، پنجشنبه مې ۶ (غوایيي۱۶) د دفاع په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې په یو شمیر ځایونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په طرحو کار روان دی خو تر اوسه سل په سلو کې څرکنده شوې نده چې دا روزنې به چیرته کیږي.

جنرال میلي پدې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " دا امکان لري. غواړم ووایم چې ډیرې لارې شته دي خو تر اوسه مو لا پرېکړه نده کړې. خو کله مو چې نهایي طرحې جوړې کړې، د دفاع وزارت ته به یې د منظورۍ لپار وسپارو. "

هغه وویل چې د امریکا متحده ایالات د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ وړتیا لري او اوس مهال پدې طرحو کار روان دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د امریکا ددې پریکړې هرکلی کړی.

د وزارت د ویاند مرستیال امریکا غږ ته وویل چې د شک پرته د افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا مالي مرستي، تخنیکي او د روزنې مرستې اغیزناکې دي.

هغه زیاته کړه، " که هغوي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې د دوام پریکړه وکړي، د شک پرته چې د افغانستان حکومت او د دفاع وزارت به یې هرکلی وکړي.

د جنرال میلي ددې څرګندونو نه وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینت مکینزي هم ویلي و چې امریکا د لیرې څخه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د لارو چارو په لټه کې دی.

د امریکا متحده ایالات پداسې وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې خبرې کوي چې د افغانستان لپاره د اروپا، ناټو، آلمان، فرانسې، ایټالیا، ناروې، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو په ګډې اعلامیې کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ موافقه کړې. دوي ویلي دا کار ځکه کوي چې هغوي (افغان امنیتي ځواکونه) له خپل هیواد څخه دفاع وکړای شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG