د لاس رسي وړ اتصالات

میلي: د عسکرو اېستل په دې مانا نه دي‌ چې کابل به سقوط کوي


د امریکا د متحدو ایالتونو عمومي لوی درستیز
د امریکا د متحدو ایالتونو عمومي لوی درستیز

د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل په دې مانا نه دي چې طالبان به بریالي کیږي.

جنرال میلي تېره ورځ پنجشنبه مۍ شپږمه (غوايي ۱۶) په پنټګان کې خبریالانو ته وویل چې «زما د مسلکي نظامي اټکل له مخې» داسې نه ده چې طالبان به بریالي کیږي ‌او کابل به سقوط کیږي.

هغه وویل: «زه شاهد یم... چې افغان ځواکونه د مبارزې وړتیا لري. موږ د هغوی ملا تړلې ده خو د جګړې رهبري د هغوی په لاس کې ده.»

نوموړی داسې مهال دا خبره کوي‌ چې د جنوبي ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړې زیاتې شوې دي او دواړه خواوې یو بل ته د درانه تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استین ویلي دي‌ چې هیله لري‌ افغان ځواکونه د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.

هغه وویل: «موږ هغوی «افغان ځواکونه» ولیدل چې په لښکرګاه کې یې متقابل بریدونه پيل کړل او نسبتآ ښه اجراات یې وکړل.»

په همدې حال کې یو امریکايي چارواکي منلې چې امریکايي ځواکونو د هلمند په جګړې کې د افغان ځواکونو په ننګه په طالبانو هوايي برید کړی دی.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نېټې پیل شوې د پلان په اساس به د سپتمبر په یولسمه بشپړیږي.

XS
SM
MD
LG