د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افغانستان نه د ٢٠١٥ کال نه ورسته د ټولو امریکاي عسکرو د ایستلو په امکان غور کوي


US joint staff
د اسوسېتېدپرېس خبری اژانس لېکی چې امرېکا ښايی په افغانستان کې له ٢٠١٥ کال نه ورو سته ېوعسکر هم په افغانستان کې پرې نږدي.
رپوټ وايی داوباما اداری خپله اولنۍ څرگنده اشاره ورکړله چې ښايي د ٢٠١۴ کال د ډېسېمبر له مېاشتې نه وروسته په افغانستان کې ېوعسکر هم پرې نږدي. داهغه کړنلاره ده چې د امرېکا ددفاع وزارت له نظرسره مغاېرت لري؛ ځکه ددفاع وزارت په دې نظر دي چې په زرگونو عسکر په دغه هېواد کې ددې لپاره پکاردي چی له ېوې خوانه دالقاعده مخه ونېسي او له بلې خوانه دافغانستان قواوې تقویه کړي.

اسوسېتېد پرېس وايی په دغه مسله به په دې اونی کې دامرېکا د حکومت له خوانه دافغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره هغه وخت بحث وشي چې هغه له ولسمشر براک اوباما او ددفاع له وزېر لېون پانېټه سره ملاقاتونه وکړي. په دغه بحث کې به مرکزي ټکي له ٢٠١۴ م کال نه دامرېکا اوافغانستان ددوامدار شراکت په شراېطؤ باندی بحث او مباحثه وي.
دامرېکا د سپېنی ماڼي دملي امنېت سلاکار بن رودز وویل چې امرېکا کوم بنېادي هدف نلري چې ېوخاص شمېر عسکر دې په افغانستان کې پرېږدي. خو موږدا هدف لرو چې داخبره ېقېني شي چی په افغانستان کې دالقاعده لپاره خوندي ځاي نه وي. داخبره هم ېقېني کړو چې دافغانستان حکومت دومره امنېتي قواو ولري چې دافغانستان دامنېتي ثبات او افغان حکومت لپاره کافي وي.



امرېکا اوس په ا فغانستان کې ٦٦ زره عسکر لري، په ٢٠١٠ م کال دامرېکا د عسکرو شمېر ١٠٠ زرو ته رسېده. امرېکا او دناټو شرېکباڼي ېې د ٢٠١٠ م کال په نومبر کې په دې باندې سره جوړشو ل چې دوي به خپلې قواوې په ٢٠١۴ م کال کې له افغانستان څخه وباسي. خو تراوسه پورې ېې لادا فېصله نده کړي چې ددې راتلونکي ماموریت به په افغانستان کې به ضروري وي او څومره عسکر به ورته پکار وي.
په دې کې ېوه غټه اندېښنه ، دافغانستان د حکومت د سقوط او د ١٩٩٠ د لسېز حآلت ته بېرته ورستنېدلو په برخه کې ده. هماغو حالاتو طالبان په دې قادر کړل چی قدرت اوواک ترلاسه کړی او دالقاعده د شبکې او اسامه بن لادن لپاره په افغانستان کې خوندي ځاېونه برابر کړي. اوس داسی گومان کېږی چې له ١٠٠ سلونه کم دالقاعده غړي به په افغانسان کې وي. که څه هم دافغانستان له پولې نه اخو ابه د پاکستان په خاوره کې د پاکستان په خوندی ځاېونو کې غټ شمېر القاعده موجود وي.
XS
SM
MD
LG