د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان وایي د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په لارښوونې د سومالیې نه اکثریت امریکایي عسکر راباسي.
پنټګان په یوې لنډې بیانیې کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په پیل به د سومالیې نه اکثریت امریکایي عسکر او وسایل وایستل شي. په اعلامیه کې دا ندي ویل شوي چې څومره عسکر ایستل کیږي او څومره به یې هلته پاتې وي.
شاوخوا ۷ سوه امریکایي عسکر په سومالیه کې دیره دي. دغه امریکایي ځواکونه د الشباب د وسله والې ډلې سره د جګړې لپاره د سومالې امنیتي ځواکونه روزې او سلا مشورې ورته ورکوي.
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته هڅه کوي چې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکایي ځواکونو د ترویزم ضد فعالیتونه کم او عسکر بیرته کور ته ستانه کړي او یا یې شمیر لږ کړي.
ښاغلي ټرمي د سومالیې تر څنګ په افغانستان او عراق کې هم د عسکرو د شمیر د کمولو امر کړی.
جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پداسې وخت کې په سومالیه کې د امریکایي عسکرو د شمیر د کمولو خبره کوه چې پوځي چارواکي د الشباب د وسله والې ډلې د فعالیتونو په هکله اندیښنه څرګندوي.
د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي وایي " که الشباب همداسې پرېښودل شي، هغوي کولی شي چې په سیمه کې د امریکا په ګټو او آن امریکا عملیات وکړي".
جنرال میلي دا ومنله چې سومالیه د امریکایي ځواکونو لپاره یو خطرناک هیواد دی.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر میلر هم تیره اوونۍ د لنډې مودې لپاره سومالیه ته تللی و او هلته یې د امریکایي عسکرو سره کتلي و.