د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا طوپانونو ۲۴ کسه وژلي او ځینو سیمو ته یې تاوان رسولی


د امریکا د ختیځ په څو ایالتونو کي د دوړدوړکو په قوي طوفانونو کي څه د پاسه ٢۴ کسه وژل شوي او په ځینو سیمو کي یې ډیر تاوانونه رسولي دي. چارواکي وایي چي د کینټکي په ایالت کي ١٢ کسه، د انډیانا په ایالت کي ١٣ کسه او د اوهایو په ایالت کي ٢ کسه پرون د جمعې په ورځ په دې طوفانونو کي مړه شوي دي.

دغو دوړدوړکو په انډیانا کي د ( هینري ویل ) په نامه ښارگوټي زیاتي برخي تباه کړي دي. یوه دوړدوړکه دومره زوروره وه چي ډیر موټر یې سره وجنگول او په ټوټو پارچو یې بدل کړل، د ښوونځي یو بس موټر یې پورته کړ او په یوه کور او یوه رستوران باندي یې وغورځاوه.

د انډیانا د ( میریز ویل ) د ښارگوټي چارواکو وویل چي ددوي ښارگوټی ټول له منځه تللی دی.

د کینټکي د ایالت د ( لویزویل ) ښارگوټي ته هم په دغو طوفانونو کي زیات تاوانونه رسیدلي دي.

د ټینسي په ایالت کي هم د جمعې په ورځ د دوړدوړکو طوفان راغی.

له دینه دوې ورځي مخکي هم د امریکا څو ایالتونه دغو طوفانونونو وهلي وو چي په کي ټول ١٣ کسه وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG