د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د اطلاعاتو په وزیر بندیزونه ولګول


د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د جمعې په ورځ د سپټمبر په نهمه (وږي ۱۸) د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر اسماعیل خطیب او د هغه هیواد د اطلاعاتو وزارت د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد د سایبري اقداماتو له کبله تحریم کړل.

په اعلاميه کې راغلي چې سایبري فعالانو چې ايران یې ملاتړ کوي او ددغه هیواد د اطلاعاتو وزارت لږ تر لږه له ۲۰۰۷ کال راهيسې د نړۍ د يو شمېر دولتونو او خصوصي موسسو پر ضد سايبري عمليات ترسره کړي دي.

د تروریزم او مالي اطلاعاتو په برخه کې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت مرستیال براین ای نیلسن وویل چې د البانیا په وړاندې د ایران سایبري برید د یو سوله ایز او مسؤل حکومت چلند له نورمونو څخه سرغړونه ده. هغه زیاته کړه: "موږ به د متحده ایالاتو یا زموږ د متحدینو او شریکانو په وړاندې د ایران مخ په زیاتیدونکي ویجاړوونکي سایبري فعالیتونه ونه زغمو."

په تیرو اونیو کې د البانیا حکومت پر ایران د سایبري برید او د البانیا د حکومت د کمپیوټري سیسټمونو د ګډوډولو د هڅې تور ولګاوه، چې په پایله کې یې د البانیا حکومت له ایران سره ټولې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ایراني ډیپلوماتانو او کارکوونکو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړچې له دې هیواد څخه ووځي.

له هغې وروسته سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ سپتمبر اوومه (وږي ۱۶) د متحده ایالاتو په متحد هیواد البانیا باندې د ایران «بې ساري» سایبري برید وغانده او خبرداری یې ورکړ چې تهران به له عواقبو سره مخامخ شي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن په یو بیان کې وویل: "متحده ایالات پر البانیا باندې چې زموږ د ناټو متحد دی د ایران سایبري برید په کلکه غندي." او زیاته یې کړه چې له ایران سره باید حساب کتاب وشي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یو بیان کې اعلان کړی چې واشنګټن د امریکا او متحدینو پر وړاندې د سایبري بریدونو د مخنیوي لپاره له ټولو مناسبو وسایلو کار اخلي.

د امریکا د خزانې وزارت په بیانیه کښې راغلي دي چې د ایران د اطلاعاتو وزارت د اسماعیل خطیب تر لارښوونې لاندې د سایبري ګواښونو څو شبکې اداره کوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت له سیاسي اهدافو سره سم په سایبري جاسوسۍ او سایبري حملو کښې فعال دي. د البانیا د حکومتي ویب پاڼو په وړاندې د ناوړه سایبري کړنو ترسره کولو سربیره، دا خلک د هغو اسنادو افشا کولو مسولیت لري چې د البانیا د حکومت او خلکو په اړه اطلاعات لري.

د روان کال په لومړیو کې امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو د وزارت د یوې برخې په توګه د «مډي واټر» یا «خړو اوبو» سایبري ډله په نښه کړه چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې د دغه وزارت لپاره پراخ سایبري کمپاینونه ترسره کړي دي. د ۲۰۲۱ په نومبر کې، مډی واټر د ترکیې د حکومتي ادارو په وړاندې یو سایبري کمپاین ترسره کړی و.

په دغه بیان کې ویل شوي دي چې د جمعې د ورځې د بندیزونو په نتیجه کې به په بندیزونو کې د شاملو ټولو کسانو ټولې شتمنۍ او ګټې چې د امریکا د قضایي واک په حوزه کې دي بندې شي او امریکایي اتباع به په بندیزونو کې د شاملو افرادو او بنسټونو سره له تجارت کولو منع شي.

برسېره پردې، ټول هغه بنسټونه چې لږ تر لږه ۵۰ فیصده ملکیت یې د تحریم ششویو افرادو او بنسټونو پورې اړه ولري هغه هم بندیږي.

هغه غیر امریکایی اشخاص چې د بندیز لاندې اشخاصو سره ځینې معاملې ترسره کړي پخپله به پرې بندیزونه ولګول شي. هر هغه بهرنۍ مالي موسسه چې په پوهې سره د بندیزونو لاندې اشخاصو او ادارو سره د پیسو راکړې ورکړې وکړي، یا ورته اسانتیاوې برابرې کړي د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG