د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مالیې وزارت د مالي سکتور لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د سایبري امنیت نوښت پیل کړ

د امریکا د مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ د عامه او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه یو لوی نوښت اعلان کړ.

ددې نوښت موخه دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د مالي خدمتونو په سکتور کې د سایبري امنیت او د خطر د مخنیوي مدیریت لا پیاوړی کړي. دغه وزارت د عملي لارښودونو یوه لړۍ هم خپروي چې د فدرالي او ایالتي تنظیموونکو ادارو په همکارۍ چمتو شوي دي.

د مالیې وزارت خبرپاڼه وایي چې د فبرورۍ په میاشت کې به شپږ معلوماتي سرچینې خپرې کړي، چې د مصنوعي ځیرکتیا د اجرائیوي څارنې ډلې له لارې جوړې شوې دي. دا ډله د مالي بنسټونو لوړ پوړي اجرائیوي مشران، فدرالي او ایالتي تنظیموونکي، او د خصوصي سکتور مهم شریکان سره یو ځای کوي.

د امریکا د متحده ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ په یوه اعلامیه کې وویل: "لکه څنګه چې دې ادارې روښانه کړې، دا اړینه ده چې متحده ایالتونه د مصنوعي ځیرکتیا د نوښتګرو اقداماتو په پراختیا کې مخکښ رول ولري، او دا موضوع تر مالي سکتور بل هېڅ ځای هم دومره مهم نه ده."

هغه زیاته کړه: "دا کار ښيي چې حکومت او صنعت کولی شي یو ځای کار وکړي چې په خوندیتوب د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو ملاتړ وشي او ورسره زموږ د مالي سیستم مقاومت زیات شي."
دا لارښوونه د اجباري مقرراتو پر ځای پر عملي پلي کولو تمرکز لري، او د حکومتي چارې، د معلوماتو کړنلارې، شفافیت، د درغلیو مخنیوی، او ډیجیټلي هویت موضوعګانې هم پکې رانغښتل شوې دي.

د مالیې وزارت چارواکو وویل چې دا سرچینې به په ځانګړي ډول د کوچنیو او منځنیو مالي بنسټونو سره د دې لپاره مرسته وکړي چې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند سایبري امنیتي ګواښونه اداره شي.

د PNC بانک اجرائیوي رئیس ویلیم ډیمچک، چې د کاري ډلې غړی هم دی، وایي مالي بنسټونه "اوس چمتو دي چې د دې بدلون راوستونکې ټکنالوژۍ بشپړ ځواک وکاروي، او پدې سره خپلو مراجعینو ته د لوړ کیفیت نوښت وړاندې کړي."

دا نوښت د ټرمپ ادارې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د هڅو یوه برخه ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې دندې په لومړۍ ورځ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې د پخوانۍ ادارې د مصنوعي ځیرکتیا مقررات یې لغوه کړل او د (AI) د هراړخیز عملي پلان د جوړولو لارښوونه یې وکړه.

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۵ کال په جولای کې "د (AI) د سیالۍ ګټل: د امریکا د (AI) عملي پلان" تر عنوان لاندې یو سند خپور کړ، چې له ۹۰ څخه د زیاتو فدرالي پالیسيو اقدامات پکې په دریو برخو کې په ګوته شوي وو، اول - د نوښت چټکول، دوهم - د امریکايي (AI) لپاره د زیربنا جوړول او درېیم -د نړیوالې ډیپلوماسۍ او امنیت د ډګر مشري.

د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې، ټرمپ یو بل اجرائیوي فرمان هم لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا لویې څارنوالې ته لارښوونه وشوه چې د (AI) قضایي چارو ځانګړې کاري ډله جوړه کړي، چې د (AI) هغه ایالتي قوانین چې له ملي پالیسۍ سره په ټکر کې دي، وننګوي او د بېلابېلو ایالتي مقرراتو پر ځای یو واحد فدرالي معیار رامنځته کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG