د امریکا پوځ وايي، امریکايي پوځیان د لویدیځې افریقا هیواد نایجیریا ته رسیدلي دي. دا اقدام څو اونۍ وروسته له هغه کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسلامي دولت ډلې له خوا د نایجیریا د عیسویانو په نښه کولو او وژلو په ځواب کې د دې ترهګرې ډلې ګڼ شمیر ترهګرو د وژلو لپاره د هوایي بریدونو امر ورکړ.
د افریقا لپاره د امریکا قوماندانۍ (افریکام) امریکاغږ ته په یوه ایمیل کې تایید کړه چې د امریکایي ځواکونو ځای پرځای کول "د نایجیریا په غوښتنه او زموږ د اوږدمهاله دفاعي اړیکو او ملګرتیا د یوې برخې په توګه ترسره شوی."
د افریکام ویاند وویل چې د امریکایي ځواکونو رول به د روزنې او مشورې ورکولو او د نایجیریا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد عملیاتو د ملاتړ لپاره د تخنیکي وړتیاوې چمتو کول وي.
افریکام د هغو امریکایي پرسونل شمیر نه دی مشخص کړی چې نایجیریا ته رسیدلي دي.
خو د نایجیریا د پوځ ویاند تورن جنرال سمایلا اوبا د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۶مه) په یوه بیان کې وویل چې شاوخوا ۱۰۰ امریکایي پوځي پرسونل او اړوند تجهیزات د هیواد په شمال ختیځ کې د باوچي هوايي اډې ته رسیدلي دي.
د تورن جنرال اوبا په بیان کې ویل شوي:"[د امریکایي پوځیانو] دا ورتګ د نایجیریا د فدرالي حکومت لخوا د متحدو ایالتونو حکومت ته د پوځي روزنې، تخنیکي ملاتړ او د نایجیریا د وسله والو ځواکونو د غړو سره د معلوماتو د تبادلې د اړتیاو د ملاتړ لپاره د رسمي غوښتنې وروسته پلان او په مشورې شوې وه."
اوبا وویل چې د متحدو ایالتونو او د نایجیریا ترمنځ ملګرتیا ځانګړو تخنیکي وړتیاوو ته لاسرسی برابروي چې موخه یې د نایجیریا د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي وړتیا پیاوړې کول او په ټول هیواد کې د زیان منونکو ټولنو لپاره د خوندیتوب لوړول دي.
نوموړي وویل چې د هیواد پوځ "په بشپړه توګه ژمن" دی چې هغه ترهګریز سازمانونه کمزوري او مات کړي چې د هیواد حاکمیت، ملي امنیت او د هغې د اتباعو خوندیتوب ګواښوي.
نایجیریا د داعش او القاعدې له تاوتریخوالي څخه ډکه سیمه کې موقعیت لري. په سیمه کې فعالې ترهګرې ډلې بوکو حرام او په لویدیځه افریقا کې داعش دي.
د امریکا پوځ تېره میاشت نایجیریایي ځواکونو ته مهم پوځي تجهیزات ورکړل، ځکه چې دواړو خواوو امریکا او نایجیریا داسې یو کاري ځواک پیل کړ چې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او د زیان منونکو خلکو د ساتنې لپاره یې د همغږۍ، حساب ورکولو او ګډو هڅو لپاره یو نوی چوکاټ رامنځته کړ.
د ولسمشر ټرمپ په وینا، د امریکا پوځ د دسمبر په ۲۵مه د نایجیریا په شمال لویدیځ کې د داعش ترهګریزو کمپونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړل، چې په عمده توګه بې ګناه عیسویان یې په بې رحمانه ډول ووژل، په داسې کچه چې په کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرسمس په ورځ په خپل تروت سوشیل کې ولیکل: "ما مخکې دغو ترهګرو ته خبرداری ورکړی و چې که دوی د عیسویانو وژنه ونه دروي نو دوی به یې درنه بیه ورکړي، او نن شپه، دوی یې درنه بیه ورکړه. د جګړې وزارت څو دقیق بریدونه ترسره کړل، څنګه چې یوازې متحده ایالتونه یې ترسره کولی شي."
افریکام په هغه وخت کې یو بیان خپور کړ چې ویلي یې وو بریدونه د نایجیریایي چارواکو سره "په همغږۍ" ترسره شوي او ارزونه یې وکړه چې د داعش اکثره ترهګر وژل شوي دي.
نایجیریا، چې په افریقا کې ترټولو لوی هیواد دی، نفوس یې تقریبا په مساوي ډول د هغو عیسویانو ترمنځ ویشل شوی چې په عمده توګه په جنوب کې ژوند کوي او مسلمانان په شمال کې اکثریت دي.
د امریکا د عملیاتو په ورځ، د نایجیریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې ترهګریز تاوتریخوالی، که هغه د عیسویانو، مسلمانانو یا نورو ټولنو پر وړاندې وي، د نایجیریا ارزښتونو او نړیوالې سولې او امنیت لپاره "کرکه" ده.
فورم \ دبحث خونه