د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: باید د ایران د راتلونکي مشر په ټاکنه کې ښکېل وم

د امریکا یوه خبري سرچینه وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د راتلونکي مشر په ټاکلو کې د شخصي ښکیلتیا په اړتیا ټینګار کړې، او ویلي دي چې ددې ترهګر رژیم ستر مشر او لسګونه نور لوړ پوړي چارواکي یې د شپږو ورځو په اوږدو کې د امریکا او اسرائیل په برید کې له منځه وړي دي.

د اکسیوس په نوم یوې رسنۍ ویلي چې دوی د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ سره په ټلیفون خبرې کړي او هغه د ایران د راتلونکي مشر په اړه ویلي "زه باید په ګمارنه کې ښکیل اوسم، لکه څنګه چې په وینزویلا کې د ډیلسي روډریګز سره ښکيل وم ."

ټرمپ د جنوري په دریمه د متحده ایالتونو په پوځي عملیاتو کې د وینزویلا دیکتاتور نیکولاس مادورو له واکه لرې کړ او د مادورو مرستیالې، روډریګز ټاکل يې د امریکا ددغه سویلي هیواد د نوې سر پرستې ولسمشرې په توګه تصویب کړ.

د متحده ایالتونو ځواکونو په کاراکاس کې مادورو ونیو او هغه یې د مخدره توکو له ترهګرۍ د تړلو تورونو د محاکمې لپاره نیویارک ښار ته راوست.

اکسیوس زیاتوي چې دوی له ټرمپ څخه د هغو خبرونو په اړه هم پوښتنه وکړه چې وايي د ایران رژیم پاتې شوني هڅه کوي چې د وژل شوي لوي مشرعلي خامنه ای زوی مجتبی د ځای ناستي په توګه وټاکي.

ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې "دوی خپل وخت ضایع کوي. د خامنه ای زوی ډیر کمزوری دی."

اکسیوس د ټرمپ له قوله دا هم ويلي چې "د خامنه ای زوی زما لپاره د منلو وړ نه دی. موږ یو څوک غواړو چې ایران ته هوساینه او سوله راولي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG