د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې له امریکا او اسرائیلو څخه خپل سفیران رابللي دي


ترکیه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال او د اسرائیلو لخوا په غزې کې د خلکو د وژلو له امله سخته په غوسه ده.

انقرې د اعتراض په دود له امریکا او اسرائیلو څخه خپل سفیران هېواد ته رابللې دي.

د یوه امریکايي کشیش د زنداني کولو له وجې د امریکا او ترکیې اړیکې له پخوا ترینګلي شوي دي او وروستي اقدام به ښايي ستونزه نوره هم زیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د تازه فیصلې پر وړاندې شدید غبرګون نه دی ښودلی بلکې دغه هېواد یې اوس هم د امریکا ملګری بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هېدر نئورت د جمعې په ورځ [مې ۱۸] په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې "پوهیږو چې ترکیې خپل سفیر رابللی دی. دا د ترکیې حق دی."

په عین وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د سازمان په غونډې کې له اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې پر ټولو هغو حقیقي او حکمي اشخاصو اقتصادي محدویتونه ولګوي چې د امریکا لاره تعقیبوي او خپل سفارتونه بیت المقدس ته لېږدوي.

په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانېستل د فلسطینیانو په شمول د ګڼو هېوادونو غوسه راپارولې ده.

په تېرو ورځو کې د فلسطینیانو د مظاهرو په لړ کې د اسرائیلو په ډزو شاخوا ۶۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۲۷۰۰ ډیر خلک زخمیان شوي دي.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم د فلسطینیانو ویشتل "عام وژنه بللې" او ویلي یې دي چې امریکا پدې کار کې "ګډه برخه لري."

XS
SM
MD
LG