د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان امریکا ته: د کردانو ملاتړ بند کړی


ولسمشر اردوغان د می په ١٦ نیټه په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره گوري.
ولسمشر اردوغان د می په ١٦ نیټه په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره گوري.

د کردي ملیشو په نظامي کاروانونو کې د امریکا د بیرغ د څرګندیدو په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ویلي چې پدې باب به له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

امریکا د کردي ملیشو او ترکي ځواکونو ترمنځ د مخامخ نښتې د مخنيوي لپاره د سوریې او ترکیې د سرحد په اوږدو کې خپل زغروال وسایط ځای پر ځای کړي دي.

د امریکا پوځی کاروانونو له ترکېې سر ه د سورېې په سرحد کې د جمعی او شنبی په ورځ حرکت وکړ. خو ټولنیزو رسنیو هغه عکسونه هم خپاره کړل چی د کردانو بیرغ د امریکا پرنقلیه وسایلو څرگندوي.

رجب طیب اردوغان، د ترکیی ولسمشر وویل " موږ به دا عکسونه ولسمشر ټرمپ ته په هغه مجلس کې ور وښییو چی د می په شپاړسمه ېې ورسره کوو."

متحده ایالات د کردانود ملیشو ملاتړ ددې لپاره کوي چی هغوی له اسلامي دولت سره جگړه کوي خو د امریکا متحد او انډیوال هېواد ترکیه د کردانو ملیشې ترهگرې ډلې بولي.

ښاغلی ادروغان زیاتوي"موږ د نړۍ والې ترهگرۍ پر ضد شریکان یو؛ دا عکسونه به ور وښیو او پوښتنه به ترینه وکړو چی دا څه دي؟ که د ترهگرۍ خلاف جگړه په یوه مشترک دریځ پر مخ ولاړه نه شي نو هغه څه چې نن له موږ سره پېښېږي سبا ته به له یوه بل چاسره پېښ شي."

د امریکا قواو ځکه د سورېې په اړخ کې د پوځې ځواک څرگندونه وکړله چی ترکېې په سوریه کې د کردانو پرقواو هوايی برید وکړ او د سوریی کردانو مظاهرې وکړلې او ویل ېې چې په دغه برید کې د سیمی ملکیان وژل شوي دي.

امریکایي ځواکونه د سوریې په شمال کې د ترکیې سرحد ته نژدې گزمه کوي.
امریکایي ځواکونه د سوریې په شمال کې د ترکیې سرحد ته نژدې گزمه کوي.

د ترکېې ولسمشر د یکشنبی په ورځ گواښ وکړ چې په عراق او سوریه کې به د کردانو خلاف نور پوځي اقدامات هم وکړي.

د ترکیې ولسمشر ویلي دي چې پر کردانو باندې د برید کولو نېټه او وخت نه څرگندوي خو هغوی پوهېږي چی د ترکیی پوځ دغه راز سیمو ته هر وخت رسیدلی شی.

د ترکیی حکومت په سوریه اوعراق کې د اسلامی دولت له ډلې سره هم په جگړه بوخت دی. خو ترکیه دا ویره لري چی ښايی کردي ملیشې په دغو هېوادونو کې د ترکیی له کردي یاغېانو سره یوځای شي او د کردانو د یوه جلا وطن لپاره د خاورې یوه برخه له نورو نه جلا کړي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چی د امریکا مهم مقصد په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې ته شکست ورکول دی.

XS
SM
MD
LG