د لاس رسي وړ اتصالات

د روسيې د اس۴۰۰ میزایلو په اړه د ټرمپ او اردوغان بحث بې نتیجې و 


ولسمشر اردوغان د سه شنبه په ورځ‌ واشنګتن ته راغی
ولسمشر اردوغان د سه شنبه په ورځ‌ واشنګتن ته راغی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان واشنګټن ته راغلی دی چې په یو شمېر مهمو مسایلو له خپل امریکایي سیال دونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي.

دوی د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۳) ولیدل او خپل ملاقات یې ګټور او مخلصانه وباله خو د ترکیې له لوري د روسیې څخه د اس-۴۰۰ میزایلو د سیستم د اخیستلو په مسئلې کې کوم پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

امریکا وایي د روسیې د میزایلو دا سیستم د متحدو ایالتونو د ملي ګټو خلاف دی.

ولسمشر ټرمپ له ښاغلي اردوغان سره له ملاقات وروسته وویل: "د ترکیې له لورې د روسیې څخه د پوځي پرمختللو وسایلو، لکه اس۴۰۰، اخیستلو موږ ته ډېر جدي مشکلات پیدا کړي دي. په دې هیله چې دا مسئله حل کړو ."

واشنګټن او د ناټو متحدینو یې اندېښه ښودلې ده چې ولې ترکیې له روسيې څخه اس-۴۰۰ میزایل پلورلي.

امریکا وايي چې د روسیې د اس-۴۰۰ میزایلو دفاعي سیستم د امریکا اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو ته ګواښ پېښوي. امریکا د ترکیې د دغه اقدام په ځواب کې د اوس لپاره له ترکیې سره د دغو الوتکو د پلورلو قرارداد ځنډولی دی.

خو ولسمشر اردوغان وویل که د امریکا د پتریوت راکتي سیستم ارزان پریوځي،‌د ترکیې پوځ به یې واخلي.‌ هغه هیله وښوده چې دا ستونزه به د خبرو له لارې حل شي.

XS
SM
MD
LG