د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان څه لپاره واشنګتن ته سفر کوي؟


ټرمپ او اردوغان د جون په ۲۹ د جي شل غونډې پرمهال وکتل
ټرمپ او اردوغان د جون په ۲۹ د جي شل غونډې پرمهال وکتل

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د چهار شنبې په ورځ د ( نوامبر ۱۴ مه ) په واشنګټن کې د امریکا له جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ سره ګوري.

ددې سفر عمده هدف د سوریې په شمال کې د کردي جنګیالیو په وړاندې د ترکیې د نظامي عملیاتو له پیل وروسته د واشنګټن او انقرې د ترینګولو اړیکو ښه والی بلل شوی دی.

د ترکیې جمهور رئیس خبرداری ورکړی د کردي جنګیالیو په وړاندې د نظامي عملیاتو د دردیو هغه قرار دادونه چې له مسکو او واشنګټن سره تر خبرو وروسته ترلاسه شوي له خطر سره مخ دي.

اردوغان کردي جنګیالي تورن کړي چې د ترکیې له سرحدي سیمو ندي به شاه شوي او د هغو بریدونو اسناد به هم ولسمشر ټرمپ ته وسپاري چې د مظلوم عابدي په مشرۍ د کردي جنګیالیو له خوا شوي دي.

انقره کردي جنګیالي تروریستان ګڼي خو هغوی د امریکا په مشرۍ د داعش په وړاندې په جګړه کې د ائتلاف مهم متحدین دي.

د امریکا کانګرس د ترکیې په وړاندې د پراخو بندیزونو ګواښ کوي چې یو شمیر یې خپله اردوغان په نښه کوي.

وروسته له هغه چې ترکیې روسي اس ۴۰۰ مزایل واخیستل واشنګټن له مسکو سره د انقرې د اړیکو د زیاتیدو په اړه خبرداری ورکړ.

ټرمپ له همدې امله پر هغه هیواد د خپلو وروستي ماډل جنګي جیت الوتکو په پلور محدودیت وضع کړ.

اردوغان د چهار شنبې ورځې په سفر کې هیله من دی چې امریکا ته د پاټریوټ توغندیو د اخیستلو په وړاندېز سربیره په جنګي جیت الوتکو د لګیدلي محدودیت د لرې کیدو غوښتنه هم وکړي.

XS
SM
MD
LG