د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي امنیت مشاور د ترکیې د سفیر سره ملاقات وکړ


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور جان بولټن د دوشنبي په ورځ په امریکا کې د ترکېې د سفیر سره ملاقات کړې او په ترکېې کې بندی د امریکایي پادري اینډریو برونسن په اړه یې ورته خبرداری ورکړی

د سپنې ماڼی ویاندې ساره سینډرز وویل چې جان بولټن د ترکیې د سفیر په غوښتنه د هغه سره په سپنې ماڼی کې ولیدل.

هغې وویل چې په دغه ملاقات کې په ترکېې کې د امریکاېې پادری په بندی کیدو، او د دواړو ملکونو په اړیکو خبرې شوي دي.

د یادونې وړ ده ترکیې په دغه پادري دا تور لگولی چې د ترکېې د ولسمشر طیب اردوغان خلاف یې د ناکامې کودتا سره مرسته کړې وه. پادري برونس بیا دغه تورونه رد کړې دي.

له بلې خوا د ترکیې مرکزي بانک کوښښ کوي چې د هغو بانکونو سره د نغدو پیسو ورکولو لارې چارې اسانه کړي چې د پولي واحد د کمښت د بحران سره مخ دي.

سره لدې چې خلک پدې باور دي چې په ترکیه کې دغه اقتصادي جنجال د جمهور رئیس اردوغان د اقتصادي پالیسو او امریکا سره د دپلوماتیکي جنجال له کبله پیدا شویدی خو اردوغان ویلي دي چې هیواد یې د اقتصادي محاصرې لاندې دی.

ترکیه له هغې وروسته له مالي بحران سره مخ شوې چې د دې هېواد پیسې خپل ارزښت په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د امریکایي ډالرو په وړاندې زښت زیات له لاسه ورکړ.

XS
SM
MD
LG