د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې دپاره د امریکايي استازو تر وتلو وروسته پر کییف د روسیې بریدونه

د اوکراین له پلازمینې کییف څخه د سولې دپاره د امریکایي مذاکره کوونکو تر وتلو لږ وروسته روسیې د شپې له خوا پر کییف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه تر سره کړیدي.

د سې شنبې په سهار وختي د کییف په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه واوریدل شول او د ښار پر اسمان د لوګيو لوخړې پورته شوې.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل چې ښار د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوی دی. د اوکراین چارواکو ویلي چې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د سپټمبر پر اتمه، په رڼا ورځ، د روسیې یوه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکه په کییف کې د «مای اوکراین» په نوم د ټلوېزیوني چینلونو پر دفترونو بریدونه کړی دی. د دغه چینل د راپور له مخې، اصلي برید د خبرونو پر څانګې او کاري دفترونو شوی، په داسې حال کې چې په ملي چینل کې یې په مستقیمه بڼه خپرونه روانه وه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له اروپا او نړۍ څخه د غبرګون غوښتنه کړې ده.

بیړنیو خدمتونو د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د رامنځته شویو اورونو د وژلو هڅې وکړې. د بریدونو پر مهال د کییف اوسېدونکو د ښار په مېټرو یا ځمکې لاندې رېل‌ګاډي تمځایونو ته پناه وروړله.

دا بریدونه په پلازمېنه کې له یوې نسبي ارامې مودې وروسته شوي دي. ځینو اوسېدونکو ویلي چې د دغه فرصت پر مهال یې د لنډ وخت لپاره داسې احساس کړی و چې جګړه یې هېره کړې ده.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي او امریکايي چارواکي هم د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو او د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې ونډه لري.

خو تازه بریدونو یو ځل بیا خلک د جګړې له خطر سره مخامخ کړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، د شپې په بریدونو کې بالستیک او کروز توغندي، د بېړیو ضد توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

هغه وویل، د کییف په سیمه کې مهمې زیربناوې په نښه شوې او د اوکراین یو شمېر نورې سیمې هم تر برید لاندې راغلې دي.

زېلېنسکي ویلي، اوکرایني ځواکونو د شپې ۱۷۵ هوايي هدفونه نسکور کړي، خو مني چې ټول توغندي او الوتکې نه دي شنډې شوې.

هغه یو ځل بیا له نړیوالو شریکانو وغوښتل چې اوکراین ته د هوايي دفاع نور توغندي ورکړي، په ځانګړې توګه داسې سیستمونه چې د بالستیک توغندیو د مخنیوي وړتیا ولري.

خو د کییف د اوسېدونکو لپاره، وروستیو بریدونو یو ځل بیا دا څرګنده کړه چې د دیپلوماتیکو هڅو تر څنګ، جګړه لا هم د ملکي خلکو لپاره سمدستي او جدي ګواښ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG