سپینه ماڼۍ وایي چې د امریکایي او اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ (نومبر۲۳) په جنیوا کې "رغنده" خبرې کړي چې په پایلې کې یې دواړو خواوو د اوکراین په وړاندې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو په موخه د یو "تازه او اصلاح شوي" چوکاټ مسوده جوړه کړه.
د دې مذاکراتو موخه د سولې په هغه پلان خبرې اترې وي چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت له لوري وړاندې شوی دی. په دې خبرو کې د امریکایي پلاوي مشري د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، کوله.
د دې پلان افشا شوي جزئیات د غربي رسنیو لخوا خپاره شوي دي، خو تراوسه پورې متحدو ایالتونو او اوکراین د دې پلان جزئیات ندي خپاره کړي.
د یکشنبې ورځې له خبرو وروسته، سپینې ماڼۍ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویلي شوي "دواړو خواوو منلې چې مشورې خورا ګټورې وې. بحثونو د دریځونو د سمون او د روښانه راتلونکي ګامونو د پیژندلو په لور معنا لرونکی پرمختګ وښود. دوی بیا ټینګار وکړ چې په راتلونکي تړون کې باید د اوکراین حاکمیت په بشپړ ډول په پام کې ونیول شي او دوامداره او عادلانه سوله راولي."
اعلامیه زیاتوي چې "د بحثونو په پایله کې اړخونو د سولې د چوکاټ یوه تازه او اصلاح شوې مسوده جوړه کړه".
روبیو وویل چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د جنیوا غونډه "د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی، او پداسې حال کې چې دواړه خواوې د یوې دوامداره او جامع سولې لپاره کار کوي، پرله پسې نږدې همغږي به اړینه وي."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د تروت سوشېل په ټولنیزې شبکې کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د متحدو ایالتونو د پلان په تړاو یې لیکي چې "تر هغه چې تاسو یې ونه ګورئ باور مه کوئ، خو ښه شی ممکن پېښ شي".
فورم \ دبحث خونه