د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي-۷) په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال له روسیې څخه غوښتي چې له اوکراین سره سوله وکړي.
ټرمپ د غړو هېوادونو له رهبرانو او د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي سره تر "ډېرو ښو" مجلسونو وروسته، د سه شنبې په ورځ [جون ۱۶مه] ویلي چې هغه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.
ولسمشر ټرمپ د جي-۷ غونډې ته په داسې حال کې ورغلی چې واشنګټن د تهران سره یوه هوکړه بشپړه کړې او د اوکراین موضوع د سرمشریزې په یوې مهمې اجنډا بدله شوې.
د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل: وګورئ، روسیه باید یوه معامله وکړي. روسیې خورا ډېر خلک له لاسه ورکړي او اوکراین هم همدومره. تېره میاشت، دواړو خواوو ۳۵۰۰۰ سرتېري له لاسه ورکړل."
ټرمپ د زېلنسکي او نورو رهبرانو سره خپلې غونډې رغندې وبللې او زیاته کړه چې د اوکراین له ولسمشر سره به جلا دوه اړخیزه لیدنه هم وکړي.
له بلې خوا د اوکراین ولسمشر د بالستیک ضد توغندیو د تولیدولو لپاره د متحدو ایالتونو نه د جواز د ترلاسه کولو هڅه کوي.
زېلنسکي ویلي: موږ له ولسمشر ټرمپ سره پدې اړه [هوايي دفاع] خبرې وکړې. زموږ ټیمونه به کار پرې وکړي، او که خدای کول دا ځل به موږ د اړوندو بالستیک ضد سیسټمونو او توغندیو د تولید لپاره د جوازونو په ترلاسه کولو کې بریالي شو."
زېلېنسکي د یوه تازه خوځښت د پیل کېدو او د اروپا د زیاتې ونډې غوښتنه کوي. هغه د دوشنبې په ورځ [جون ۱۵مه] وویل چې د جي-۷ په سرمشریزه کې یې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.
د روسیې د ولسمشر ویاند دېمیتري پېسکوف ویلي چې پوتین د زیلینسکي څخه د رسمې لارو نه د جي-۷ په سرمشریزه کې د ګډون کولو بلنه نه ده ترلاسه کړې.
پېسکوف ویلي که د اوکراین ولسمشر "مسؤلانه او جدي خبرو ته چمتو وي" نو مسکو ته راتللی شي.
زېلنسکي او اروپايي ډېپلوماتان هیله لري څو ټرمپ قانع کړي چې د اوکراین وضعیت ښه شوی ځکه چې کیف له مسکو سره د سولې په راتلونکو خبرو کې د خپل لاسبري په موخه د ملاتړ د ګټلو هڅه کوي.
فورم \ دبحث خونه