د لاس رسي وړ اتصالات

روبیو: امریکا د ولسمشر ټرمپ په قیادت کې د ملي ځواک لاره غوره کړې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې متحدو ایالتونو د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ کې د «ملي ځواک بې عذره تعقیب» لار غوره کړې، چې د امریکا د تولیدي سکتور بیا رغوونه، د دفاعي وړتیا تقویه، د اکمالاتو د حیاتي لړیو خوندیتوب او په نوې تکنالوژۍ کې د مشرۍ لپاره سیالي په کې شامل دي.

ښاغلی روبیو چې یونان ته په رسمي سفر تللی دی، د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر اومه) د متحدو ایالتونو او یونان ترمنځ د ستراتېژۍ په اړه وویل چې اوس د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت نږدې شوې دي.

هغه یونان په ناټو کې د امریکا مهم متحد او د امنیت، انرژۍ، سوداګرۍ، تکنالوژۍ او د سیمه‌ییز ثبات په برخو کې مهم شریک وباله.

تاریخ، تمدن او تکنالوژي

ښاغلي روبیو د تمدن، ملي هویت او د لویدیځ د راتلونکي په اړه خبرې وکړې او د پرمختللې تکنالوژۍ په ګډون یې په ابرځېرکتیا، بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) وسلو، نیمه کنډکټرونو، مهمو منرالونو، سایبري امنیت، انرژۍ او فضایي اکتشافاتو باندې یې ټینګار وکړ.

روبیو وویل: «موږ غوره کړې ده چې د ابر ځیرکتی ا، پرمختللي تولید، ډرونونو، جنګي وسلو او تجهیزاتو، نیمه کنډکټرونو، معدني موادو، سایبري فضا او د بشري وړتیا په هرې بلې برخې کې د نویو سرحدونو په لور ګام واخلو. خپله انرژي ازاده کړو او خپلې فابریکې بېرته فعالې او ورغوو. خپل ستور مزلي بیا سپوږمۍ ته واستوو او د فضايي څېړنو نوی عصر پرانیزو.»

ښاغلي روبیو متحده ایالتونه د یونان او روم د تمدن د میراث ادامه وباله او تاریخي رېښو او تاریخي ریښو او د بنسټګړو ارزښتونو ته په کتو یې «د لویدیځ د روح د نوې» کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي چې وویل چې هغو تمدنونو چې د اتن بنسټونه یې ورغول، زرګونه کلونه یې لویدیځې نړۍ ته الهامه وبخښه. هغه د «امریکا تاریخ، زما د هیواد تاریخ،» د لرغوني دوران د پلونو نښه وبلله.

د امریکا-یونان دفاعي روابط

روبیو له خپل یوناني انډو یورګوس ګراپتریتیس سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د امریکا او یونان روابط «هیڅکله داسې نږدې شوې نه و لکه څنګه چې اوس دي». د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دواړه هېوادونه دا فرصت لري چې په راتلونکيو کلونو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناټو کې د یونان ونډې ته په اشارې وویل چې دغه هېواد نه یوازې خپلې دفاعي ژمنې عملي کړې، بلکې د دفاعي لګښتونو له پلوه هم د ناټو له ډېرو غړو هېوادونو څخه مخکې دی.

هغه د یونان جغرافیایي موقعیت او د اروپا، ختیځې مدیترانې او د شاوخوا سیمو په امنیت کې د دغه هېواد رول هم مهم وباله.

د امریکا او یونان دفاعي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده. د دواړو هېوادونو د متقابلې دفاعي همکارۍ هوکړې هم په یونان کې د امریکايي ځواکونو د حضور او فعالیتونو د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده.

د اقتصاد او انرژۍ په برخو کې همکاري

روبیو انرژي هم د دواړو هېوادونو د همکارۍ یوه مهمه برخه وبلله او د اروپا د انرژۍ د سرچینو په تنوع کې یې د یونان رول ته اشاره وکړه.

د یونان جغرافیایي موقعیت او د دغه هېواد زیربناوې، په ځانګړي ډول د الکساندروپولي بندر په وروستیو کلونو کې د انرژۍ د لېږد او د ناټو د ختیځې څنډې د ملاتړ لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

هغه همدارنګه وویل چې امریکا له یونان سره د اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخول غواړي او د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د پانګونې او همکارۍ د زیاتېدو لپاره د پام وړ فرصتونه شته.

ټکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا، زیربناوې او سمندري ترانسپورت هغه نورې برخې دي چې دواړه هېوادونه غواړي په کې خپله همکاري پراخه کړي.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر څه وویل؟

د یونان د بهرنیو چارو وزیر یورګوس ګراپتریتیس هم د امریکا او یونان اړیکې ستراتیژیکې وبللې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو خبرې له دفاع او امنیت څخه نیولې تر انرژۍ، سوداګرۍ او سیمه ‌ییزو تحولاتو پورې پراخ موضوعات رانغاړي.

د امریکا او یونان ستراتیژیکې خبرې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه د منظمې سلا مشورې پر مهم چوکاټ بدلې شوې دي.

په تېرو پړاوونو کې دواړو خواوو د دفاعي او انرژۍ د همکاریو ترڅنګ، د ختیځې مدیترانې، لوېدیځ بالکان، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د قانون د پلي کولو، سوداګرۍ او پانګونې په اړه هم خبرې کړې دي.

روبیو ټینګار وکړ چې امریکا یونان ته یوازې د ناټو د یوه متحد په توګه نه، بلکې د یوه داسې شریک په توګه ګوري چې کولای شي په سیمه‌ ییز ثبات او امنیت کې لا پراخ رول ولوبوي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو اړیکې پر ګډو ګټو ولاړې دي او اوس د دې زمینه برابره شوې چې د امریکا او یونان مشارکت لا ژور شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG