د لاس رسي وړ اتصالات

ډیویډ سدني طالبانو ته: زمونږ استادان پرته له شرطه خوشې کړئ


په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون رئیس ډیویډ سدني
په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون رئیس ډیویډ سدني

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون رئیس ډیویډ سدني د طالبانو له قید څخه ددې پوهنتون د دوه استادانو د بې قید او شرط خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سدني نن د نومبر په ٣ (لړم ١٢) د امریکا غږ سره په مرکه کې ددغو استادانو خوشې کیدل مهم وگڼل او وویل: "لومړی د بشري پلوه د هغوی خوشې کیدل اهمیت لري. زمونږ استادان یو امریکایي او بل استرالیایي درې کاله او درې میاشتې مخکې یرغمل شوي دي. د هغوی کورنۍ، خپلوان او مونږ دلته په پوهنتون کې غواړو چې هغوی بیرته راشي".

د افغانستان د امریکایي پوهنتون رئیس وویل چې ددغې تحصیلي موسسې استادان باید یرغمل نشي، ځکه هغوی د افغان ځوانانو "د هیواد د راتلونکو مشرانو" په روزنه بوخت وو.

امریکایي کیفن کینگ او استرالیایي تیموتي ویکس د ٢٠١٧ کال د اگست په میاشت کې په کابل کې امریکایي پوهنتون ته نژدې یرغمل شول. وروسته بیا طالبانو ددغو دواړو د یوې ویدیو په خپرولو سره د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د امریکا څخه د طالب بندیانو خوشې کول وغوښتل.

د ښاغلي سدني دغه څرگندونې په داسې حال کې کیږي چې د رپوټونو له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، ددغو دوو استادانو په گډون د بندیانو د تبادلې په لټه کې دی.

خو ددغه پوهنتون رئیس وایي چې په هیڅ ډول پدغه موضوع کې ښکیل ندي: "مونږ د خپلو استادانو خوشې کیدل غواړو. مونږ په سیاسي سازشونو، د سولې موافقې او د سولې لپاره په هیڅ ډول هڅه کې شامل نه یو. مونږ یواځې له هغو څخه چې زمونږ استادان یې تښتولي غواړو چې هغوی ازاد کړي".

هغه وویل ددې پوهنتون استادان باید ونه تښتول شي او د هغوی د خوشې کولو لپاره باید شرایط کښینښودل شي: "دا د قران له زده کړو سره مطابقت لري. قران شریف هم همداسې وایي. هیڅ دین باید داسې کار ونکړي. هیڅوک باید داسې کار ونکړي. هغوی چې زمونږ استادان یې یرغمل کړي باید همدا اوس هغوی خوشې کړي."

هغه زیاته کړه چې ددغو استادانو نه شتون ستره ضایع ده او که دغه استادانو په پوهنتون کې شتون درلودای په سلگونو افغان زده کوونکو ته به یې زده کړې کړی وای.

ښاغلي سدني د امریکا غږ ته وویل چې هیله من دی هغه پیسې چې دغه پوهنتون په امنیت کې یې لگوي چې د طالبانو او نورو ډلو په وړاندې مصون شي هغه پیسې د افغان ځوانانو په زده کړو کې ولگوي.

XS
SM
MD
LG