د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پخوا پشان نړیوالو محصلینو ته هرکلی وایي


د امریکا د بهرنیو چارو وزات وایي چې امریکا ته د ویزو د شرایطو د سختولو پرته هم د محصلینو لپاره د پوهنتونونو دروازې وازې دي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې یو لوړپوړي مشاور وویل "د بهرنو چارو وزارت ژمن دی چې نړیوال زده کونکي نارینه او ښځې د تعلیم لپاره امریکا ته راشي. او مونږ به د نړیوالو محصلینو د تعلیم په برخې کې په کامیابیدو کې خپله برخه رول لوبوو."

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان کال د مارچ په میاشت کې د شپږو هغو ملکونو په اتباعو امریکا ته په راتگ بندیز ولگاوه چې اکثریت یې مسلمانان دي. په دغو کې محصلین هم شامل دي. د سفر د بندیز په اړه د امریکا د ولسمشر دغه اجرایوي فرمان تر اوسه پورې ندی پلې شوی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلي د سفر د دغه بندیز د اعلان نه وروسته وویل چې "مونږ باید د ویزو او د سابقې په هکله د تحقیقاتو پروسه په مکمله توگه وڅیړو او د مهاجرو او سیل کونکو امریکا ته د داخلې لپاره یو داسې میکانزم جوړ کړو چې زیات باور پرې ولرو."

د سفر د پالیسۍ لا تر اوسه پورې نظارت کیږي او هم په دی وجه د محصلینو لپاره دا مشکله شویده چې د زدهکړې لپاره امریکا ته راتگ ته زړه ښه کړي. کیلي زیاته کړه "د پخوا پشان اوس هم د ویزو په هکله اندیښنې موجودي دي. مونږ دیته ضرورت لرو چې خلکو ته دا باور ورکړو چې مونږ به امریکا ته راتگ ته، هغوي ته هرکلې وایو او دا چې اوس هم موقع موجودي دي."

د تیرې یوې لسیزې په مودې کې امریکا ته د نړیوالو محصلینو په راتگ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی خو داسې نښې نښانې ښکارې چې اوس به دغه شمیر تر یوه حده راټیټ شي.

شاوخوا ۴ ملینونه نړیوال زدهکونکې د خپلو ملکونو نه د باندې زدهکړې ترسره کوي. په داسې حال کې چې د نړۍ زیاتره محصلین امریکا ته د تعلیم لپاره راځي، په ٢٠١٥ کال کې درې لکه امریکایان نورو ملکونو ته د تعلیم لپاره تللي و.

XS
SM
MD
LG