د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د انرژۍ وزیر: د ونزویلا د تېلو تولید به په راتلونکو څو کلونو کې دوه برابره ډېر شي

 د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ په ونیزویلا کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وایي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ په ونیزویلا کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وایي.

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، په ونزویلا کې د انرژۍ په برخه کې نوي تړونونه کولی شي د دغه هېواد د تېلو تولید په راتلونکو څو کلونو کې له دوه برابره زیات کړي.

دا اقدام د واشنګټن د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د ونېزویلا پراخو نفتي زیرمو ته لاسرسی زیات او د انرژۍ عرضه پیاوړې کړي.

رایټ چې د ونېزویلا له چارواکو سره د لیدنې لپاره هغه هېواد ته تللی، ویلي چې امریکايي او نړیوال شرکتونه به په ونېزویلا کې د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې لپاره تړونونه لاسلیک کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا شیورون، د ایټالیا (اېني)، د هند (ONGC)، جیوپارک او ( GE Vernova) له هغو شرکتونو څخه دي چې په دغو پروژو کې به ونډه ولري.

دا پرمختګ څو ورځې وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ونېزویلا سره د یوه پراخ تړون خبر ورکړ. د دغه تړون له مخې به ، واشنګټن ته د ونېزویلا د پراخو نفتي زیرمو یوې برخې ته د اوږدمهاله لاسرسي زمینه برابره شي.

د سپینې ماڼۍ له خوا د خپرو شویو جزیاتو له مخې، خصوصي شرکت North American Blue Energy Partners د ونزویلا د ۱۷ نفتي ساحو د ۱۰۰ کلونو لپاره د استخراج حق ترلاسه کړي. اټکل شوې چې د دغو تیلو ټولې ساحوي زیرمې شاوخوا ۶۵ میلیارده بېرلو ته رسیږي. امریکا به په اصلي شرکت کې ۳۵ سلنه ونډه ولري او د تړون له ټاکل شویو شرایطو سره سم به د تېلو ۲۰ سلنه تولید ترلاسه کوي.

د ونېزویلا د ولسي جرګې، چې د واکمن ګوند تر کنټرول لاندې ده، د سه‌شنبې په ورځ له دغه تړون څخه ملاتړ وکړ. خو ځینو نفتي شرکتونو او کارپوهانو د تړون د جوړښت، د تیلو د ساحو د سپارلو لپاره د سیالۍ د نشتوالي او د احتمالي حقوقي او سیاسي خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په همدې حال کې، امریکايي شرکت شیورون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په ونېزویلا کې له اووه میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه وکړي.

د دې شرکت هدف دا دی چې په ونزویلا کې خپل د تېلو تولید له دوه برابره زیات کړي او شاوخوا ۶۰۰ زره بېرلو ته یې ورسوي. شیورون اوس مهال په دغه هېواد کې هره ورځ شاوخوا ۲۹۰ زره بېرله تېل تولیدوي، چې د رویټرز په وینا، ټول یې امریکا ته صادرېږي.

اسوشیټېډ پرېس هم راپور ورکړی چې شیورون د ونېزویلا د تیلو په بډایې سیمې اورینوکو کې نورې ځمکې ترلاسه کړې دي. د دغه شرکت اجرائیوي رییس مایک ویرت ویلي چې د شرکت د فعالیتونو پراختیا د ونېزویلا د انرژۍ د سرچینو پر اوږدمهاله ظرفیت باندې د باور څرګندونه کوي.

ونېزویلا د نړۍ تر ټولو لویې ثابتې شوې د تیلو زیرمې لري، خو د کلونو کمې پانګونې، ناسم مدیریت او بندیزونو له امله یې د تېلو تولید د پام وړ کچې ته کم شوی دی.

د دغه هېواد د تېلو تولید چې د ۱۹۹۰مې لسیزې په وروستیو کې هره ورځ له درې میلیونه بېرلو څخه زیات و، په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۱.۱ تر ۱.۲ میلیونه بېرلو ته رسېدلی دی.

رایټ وايي، په ونزویلا کې د پانګونې او د تېلو د تولید زیاتوالی ښايي په پای کې د نړۍ پر بازارونو د تېلو د بیو د راټیټېدو فشار رامنځته کړي. خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ونېزویلا د تیلو زیانمنې شوې زېربنا د بیا رغولو لپاره پراخې پانګونې او وخت ته اړتیا ده، او د امریکا د سون توکو پر بیو یې اغېز ښايي سمدستي څرګند نه شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG